د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا جمهور رئېس دملگرو ملتونو په عمومى غونده کې د کېوبا، سوډان، زمبابوې او برما باندې انتقادونه وکړل


د امرېکا جمهوررئېس جورج بش دملگرو ملتونو په عمومى غونده کې د نړى پرېوشمېر حکومتونو له کېوبا، سوډان، زمبابوې او برما باندې انتقادونه وکړل او په ضمن کې ېې د برماخلاف دنوو بندېزونه اعلان کړل.

ښاغلى بش ووېل چې امرېکا به په برما باندى اقتصادى بندېزونه زېات کړى او د برما مشرانو ته به په وېزو باندى لگېدلى بندېز نور هم پسى اوږد کړى.

هغه نور ملتونه دېته وهڅول چې د برما د نظامى رژېم خلاف له خپل نفوذ نه کار واخلى.

د امرېکا جمهوررئېس په سورېې، بېلروس، شمالى کورېا، سوډان او اېران باندى هم د بشرى حقوقو نه د سرغړونو په سبب انتقاد وکړ.

ښاغلى بش د زېمبابوې د جمهور رئېس اعمال دخپلو خلکو او ملت خلاف حمله وبلله. کله چې هغه پر کېوبا باندى انتقاد کاوه د کېوبا هېت له مجلس نه ووت.

وروسته بېا ډانېل اورتېگا ښاغلى بش په دې باندى ملامت وباله چې ښاغلى کاسترو ته احترام نه لرى. هغه ووېل چې امرېکا ېو ځل دا کوشش کړى و چې د کېوبا مشر قتل کړى.

د فرانسى جمهور رئېس نېکولس سر کوزې په خپلو خبرو کې ووېل چې اېران دا حق لرى چې اټومى اېنرژى د ملکى اهدافو لپاره استعمال کړى خو تهران ته دا اجازه ورکول چې اټومى وسله ولرى دا په حقېقت کې ېو غېر قابل قبول خطر دى.

تر دې مخکى نن د ملگروملتونو سرمنشى بان کېمان دنړۍ مشرانوته په دې ټېنگاروکړ چې په ملگرو ملتونوکې د بدلونونو په راوستلو کې ملاتړ ددې لپاره وکړى چې په ښه مناسب ډول دېو لړ سختو نړېوالو ستونزو په اوارولو کې مرسته وکړى.

نن د سه شنبى په ورځ بان کېمان د ملگروملتونو عمومى غونډه پرانېستله او په دې ېې ټېنگار وکړ چې باېد په دې موسسه کې انصاف، احتساب او کفاېت انکشاف او پرمختگ وکړى.

ښاغلي بان ېو څو ډېرو مهمو او مشهورو نړېوالو مشکلاتو نومونه واخېستل چې دغه نړېواله موسسه ورسره مخامخ ده.

په دغو ستونزو کې ېوه هم د ډله ئېزو وژنو د وسلو دخپرېدلو مخنېوى دى، بله په نړېواله کچه نېستى او غربت دى بله ستونزه د هوا د بدلون سره مقابله کول دى.

هغه دنړۍ مشران دېته هم وهڅول چې د دوحه د خبرو چې د نړېوال تجارت په برخه کې دى ملاتړ وکړى.

هغه داهم ووېل چې عراق اوس د ټولې نړى ستونزه ده.

XS
SM
MD
LG