د لاس رسي وړ اتصالات

بش او کرزى وايي چې افغانستان پر مختگ کوي


د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزى او د امرېکا جمهور رئېس جورج بش په خپل منځ کې مجلس په نېوېارک کې پاېته رسولى دى او وايى چې افغانستان پرمختگ کوى.

که څه هم د طالبانو له جنگېالېو سره نښتې زېاتې شوېدي او د افغانستان د اپېنو په تولېد کې په بې سابقې ډول زېاتوالى راغلى دى خو سره له دې هم ښاغلى بش وايي چې په افغانستان کې د ښځواو نجونو لپاره د ښوونې او روزنى شراېط ښه شوي او زېات شوېدى.

د ماشو مانو په مړېنه کې هم کموالى راغلى دى او دا ددې نښې دي چې داهېواد پر مخ روان دى. ښاغلي کرزي ووېل چې افغانستان د خپلو خوراکي شېانو په کرلو کې په خپل کور پوره کېږى.

توقع وه چې په دغو خبرو کې به دافغانستان د امنېت په ناکراره وضع باندى او داپېن د تجارت په زېاتوالى خبرى وشي خو دغو دواړو مشرانو له خبرېالانو سره په خبرو کې په دغو مساېلو باندى بحث ونکړ.

د افغانستان کروند گر په ډېره زېاته اندازه کوکنار کري اوملگري ملتونه واىى چې دافغانستان اپېن د نړى د اپېن دتولېداتو په سلو کې نوي ٩٠٪ تشکېلوى.

د ملگروملتونو چارواکى داهم وايي چې د مخدره موادو د تجارت پېسى دطالبانو بغاوت ته مالى مرسته برابروى.

د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومی اسمبلئ ته په خپله وېنا کې ښاغلي کرزي ووېل چه په تېرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې ډېر بدلونونه راغلی دی، خو اوس هم ځېنی مشکلات لری چه باېد حل ېې کړی.

جمهور رېس کرزي ووېل کوم وخت چه ده په کال دوه زره مېلادی کې د ملگرو ملتونو عمومی اسمبلئ ته وېنا وکړه، د هغه وخت نه اوس جنگ زپلی افغانستان ډېر ثبات پېدا کړی او دېموکراتېک شوی دی.

خو بېا هم هره ورځ د ترهگرۍ د گواښ سره مخامخ دی. ښاغلي کرزي زېاته کړه چې افغانستان لا تراوسه پورې هم له ترهگرى سره په مبارزه بوخت دى.

په دی کې د خلکو د تښتولو، د سرونو د پری کولو، ښونځېو او کلېنېکونو د سوځولو واقعات شامل دی. ښاغلي کرزی دا غوښتنه هم وکړه چه د ذکر شوو گواښونو سره د مقابلی لپاره باېد د افغانستان د امنېتی قواو د روزلو لپاره په نړېواله سطحه مرستی زېاتی شی.

XS
SM
MD
LG