د لاس رسي وړ اتصالات

د بېنظیر بوتو گوند د پاکستان د جمهوري ریاست ته خپل کاندید اعلان کړی دی


د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزېرې بېنظیر بوټو د سه شنبى په ورځ په واشنگټن کی په یوه وینا کی وویل چی ددې د پاکستان پیپلز گوند خپل مرستیال ‏مخدوم امین فهیم د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړی دی.

ښاغلى فهېم به د جمهوررئیس جنرال مشرف سره په انتخاباتو کې مقابله وکړی. د جمهور رئیس مخالفینو ستري محکمې ته عریضې کړي او په هغو کی یې ویلي دي چی جنرال مشرف دا حق نه لری چی په راتلونکو انتخاباتو کی بیا ځان کاندید کړی.

میرمن بینظیر بوتو وایی چی پاکستان ددیموکراسۍ او دیکتاتورۍ په یوه سخت او جدي پړاو کی واقع دی.

هغې وویل چی ددې د گوند او د جمهوررئیس تر منځ د خبرو د ناکامۍ وجه دا وه چی د هغه د گوند سرسختو غړو نه غوښتل چی پاکستان ته دي بیا ملکي دیموکراتیک حکومت راشی.

بېنظېر بهټو په امریکا باندی هم له دې کبله انتقاد وکړ چی د جنرال مشرف ملاتړ کوى.

امرېکا جنرال مشرف د تروریزم په جگړه کی خپل مهم انډېوال بولي.

XS
SM
MD
LG