د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالى عراق کې ١٩ کسان په بم چونو کې وژل شوېدى


عراقی مقامات واېې چه نن د چهارشنبی په ورځ د عراق په شمال کې د بمونو په څو چاودنو کې نولس کسان مړه او ېو شمېر نور ېې زخمېان شول.

تقرېبا اته کسان هغه وخت مړه شول چه په ېوه ځان مرگې حمله کې ېو سړی د بمونو نه ډک خپل موټر د اهل تسنن د ېوه قبېلوی مشر شېخ کنعان جوهر مور د کور سره نږدی وچاوه.

په دی حمله کې چه نن د سورېې سرحد ته ورڅېرمه د سنجار په ښار کې وشوه، لس کسان زخمېان شول. په دوو نورو چاودنو کې چه د بغداد شمال ته دوه سوه پنځوس کېلو متره لری په شورقات کی وشوی اوه کسان ووژل شول.

په عراق کې د امرېکا ېوه نظامی وېاند تورن جنران کېون برگنر عتراف وکړ چه په څو تېرو ورځو کې د تشدد او مرگ ژوبلی واقعات زېات شوی دي.

په عېن وخت کې نن په عراق کې د امرېکا پوځ اعلان وکړ چه د عراق په شمالی او مرکزی برخو کې ېې د عملېاتو په ترڅ کې دری کسان په دې گومان ووژل شول چې د القاعدې غړي به وي او اته کسان ېې ژوندی ونېول.

په بغداد کې ېې هم هغه ترهگر ونېوه چه دامرېکا امنېتى ماموران ورپسې گرځېدل. له هغه سره ېې دری نور کسان ېې هم ونېول.

XS
SM
MD
LG