د لاس رسي وړ اتصالات

سر تېرو په جنوب کې شپږ پولېسان وژلي دي


افغان چارواکى وايي سر تېرو شپږ پولېسان د افغانستان په جنوب کې پر ېوه امنېتى پوسته باندى په برېد کې وژلى دى.

د زابل امنېه قوماندان وايي سر تېرو دپولېسو پر ېوه تاڼه باندى د قلات په ښار کې د چارشنبى په ورځ ناڅاپې حمله وکړه.

په ېوه جلا نښته کې نن د پنجشنبى په ورځ سر تېرو په ېوه نظامى اډه باندى دافغانستان په جنوب کې برېد وکړ. ناټو وايي داېساف دوه عسکر ېې ووژل او دوه نورېې زخمېان کړل.

د ډنمارک نظامى چارواکېو دا تائېد کړېده چې د چارشنبى په ورځ ماښام دوه ډنمارکىعسکر له طالبانو سره په جگړه کې په هېلمند کې وژل شوېدى.

افغان چارواکي وایی چی د نړۍوال سره صلیب څلور کارکونکي د وردگو په ولایت کی تښتول شوي دي. مامورینو ویلي دي چی دغه خلک پرون هغه وخت وتښتول شول چی بیرته کابل ته روان وو.

د سره صلیب مامورینو دا تایید کړې چی ددوی دوه خارجی او دوه افغان کارکونکي د وردگو ولایت ته ورغلي ووچی د یوه جرمني یرغمل د خلاصیدو په باره کی د یاغیانو سره خبري وکړی.

د وردگو ولاېت د سېداباد ولسوال عناېت الله منگل وېلى دى چې د سره صلېب ماموران به ډېر ژر خوشى سى. د طالبانو ېوه نطاق له روېټر سره په خبرو کې وېلى دى چې د سره صېلېب څلور واړه ماموران دوى نېولى دى او داېې هم ووېل چې ډېر ژربه ېې خوشى کړى.

یاغي طالبانو دوه جرمنیان د جولای په میاشت کی په وردگوکی تښتولي وو . یو یې وروسته ووژل شو او بل یې لا تر اوسه ا ور سره برمته دی.

سره صلیب د آگسټ په میاشت کی د هغو خبرو د پاره موقع برابره کړه چی د طالبانو او د جنوبی کوریا د مامورینو تر منځ وشوې او په نتیجه کی یې د جنوبی کوریا ١٩ یرغمل خوشي شول.

له بلي خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چی د هلمند په ولایت کی د یوې حملې په وخت د طالبانو یو نطاق نیول شوی دی. مگر وروسته یوچا چی ځان یې د طالبانو نطاق وباله دا خبر رد کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چی احمدي او دهغه ورور پرون د چهارشنبې په ورځ د هلمند د ولایت د سفیان په کلي کی نیول شوی دي.

یو بل خبر وایی چی د ډنمارک د اردو مامورینو نن وویل چی ددوی دوه عسکر پرون د هلمند په ولایت کی په جگړه کی وژل شوی دي.

XS
SM
MD
LG