د لاس رسي وړ اتصالات

د برما پولېس د مظاهره چېانو د خورولو لپاره پر هغوى ډزې کوي


نن دوېمه ورځ ده چې په برما کې عېنى شاهدان وايي امنېتى قواو د خلکو په گڼه گوڼه باندى چې د دېموکراسۍ په طرفدارۍ په رنگون کې مظاهرې کوى ډزې وکړى چې خواره واره ېې کړى.

تراوسه پورې د څو لسېزو نه را په د ېخوا د برما د نظامى حکومت خلاف دا ډېرې سترې مظاهرې گڼل سوېدى.

د جاپان د خارجه وزارت ېو چارواکى اسوسېتېد پرېس ته ووېل چې ېو جاپانى سړى هم د هغو کسانو په جمله کې و چې نن ېې مړي پېدا شوېدى.

د روغتون چارواکى وايي دا سى معلومېږى چې داسړى عکاس و. په سوونو عسکرو په ښار کې مارش وکړ او دا گواښ ېې کاوه چې که مظآهره چېان خواره نسى نو ډزې به پرې وشى.

عېنى شاهدان وايي عسکرو د خلکو د تېت او پرک کولو لپاره ډزې هم کولى او خلک ېې په کوتکونو او ډنډو هم وهل.

رپوټ وايي چې د برما د ېوه مهم زېارت خواته نن هم په لسهاو زره کسان را ټول شوى ول او د سولې او ازادۍ غوښتنه ېې کوله.

عېنى شاهدان وايي چې د ښار په نورو برخو کې هم خلک را ټول شوى وو. نن د ورځى دوخته امنېتى قواو په عبادتخانو باندى چپاو ور وړ او لږتر لږه سل ر اهبان ېې چې د مظاهرو په رهبرى کولو تورن وو توقېف کړل.

ېوې ځايي ښځې امرېکا غږ ته ووېل چې د سېمى خلکو د حکومت لارۍ موټرونه راتاو سول اود راهبانو د توقېفول مخه ېې ونېول.

XS
SM
MD
LG