د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کی د شپږو میلونو نه زیات مسلمانان غواړی چی دوی او د دوی دین ته باید د عزت په سترگه وکتلی شی


په امریکا کی د شپږو میلونونه زیات مسلمانان ژوند کوی او دغه مسلمانان د ژوند په هر ډگر کی ډیر مهم او فعال رول لوبوی.

مسلمان امریکایان که یو خوا خپله د یو شمیر تجارتونو او شرکتونو خاوندان دی نو بلخوا دوی په خپله د امریکایی مغازو او دوکانونو دپاره د گټورو مشتریانو حیثیت هم لری.

دامریکا غږ د انگلیسی تلویزون خبریال محمد شناوی د امریکا د میشیگن ایالت ډیټریاټ ښار ته ورغلی او هلته ورته دا معلومه شوی مسلمان امریکایان د نورو په نسبت ډیر شیان پلوری او اوس د امریکا مختلفی کمپنئ او شرکتونه په دی کار کوی چی څنگه نور مسلمان امریکایان هم ځانته راجلب کړی.

په میشیگن ایالت کی د جې ډبلیو ټی په نوم د تجارتی اعلانونو یو شرکت وایی چی دوی په دی اړه کار زیات کړی چی څنگه نور زیات مسلمانان امریکایان سودا کولو او خریدارئ ته راجلب کړی.

دی دپاره دوی د کلتوری او منطقوی لارو چارو او چلونو نه کار اخلی. د دی شرکت یو غړئ وایی چی، یو شمیر شرکتونو د روژی د میاشتی په مناسبت خپل تجارتی اعلانونه عیار کړیدی او غواړی چی د روژی په نوم خلک را وهڅوی او خپل فروشات پری خرڅ کړی.

دوی په خاص توگه د مسلمان څهرو نه کار اخلی او خپلو تجارتی اعلانونو کی د مسلمان امریکایانو د راجلبولو دپاره د دوی په خپلو ژبو د خپلی گټی دپاره پیغامونه رسوی.

د یوی څیړنی نه معلومه شوی چی په امریکا کی میشت د شپږو میلونو نه زیات مسلمانان غواړی چی دوی او د دوی دین ته باید د عزت په سترگه وکتلی شی او داسی څه په مطبوعات کی رانه شی چی دوی یی د خپل ځان او ایمان دپاره سپکاوئ احساس کړی.

د مثال په توگه د ایکیا په نوم د کور اسبابو لکه د میز چوکئ او چپر کټونو د جوړونکی شرکت مشرانو د مسلمان عرب امریکایانو د تجارت د اطاق د مشر ناصر بایدون سره خبری کړیدی او هغه ورته و یلی چی، امریکایی تجارتونه باید مسلمانان په دی خبر کړی چی دوی چی کوم شی پسی گرځی هغه په کومه مغازه کی پیدا کیدای شی.

دوی ته په داسی لارو پیغام ورسول شی چی دوی ورسره اشنا وی او په خپلو دوکانونو کی مسلمان کاریگر مقرر کړی چی دوی ورسره نااشنایی احساس نه کړی.

د امریکا د مختلفو کمپنیو استازی د یو شمیر امریکایی مسلمانانو کورونو ته ورغلی او دا یی معلومه کړی چی دوی باید خپل دوکانونه څنگه عیار کړی چی مسلمان مشتریان پری زیات نه زیات شمیر کی را مات شی.

همداراز خآص د روژی په میاشت کی امریکایی رستورانونه دا اعلانونه هم کوی چی دوی حلال خواړه تیاروی او د روژه دارانو د پاره قسم قسم وړاندیزونه کوی.

همدا شان دا مغازی د روژی نه پس د کمکی اختر د راتگ په مناسبت هم خآص ترغیبی اعلانونه او خبر لیکونه خپروی او مسلمانان ځانته را جلبوی.

دی نه علاوه په امریکا کی چی د مسلمانو سره کوم بل تشویش مل دی هغه د بانک په قرض باندی سود ورکول دی.

خو اوس ځینی بانکونه په دی هم کار کوی چی خپله بانکداری د مسلمانانو د ضرورت او طبعیت سره عیار کړی.

همداراز یو شمیر تلویزيونی چینلونه هم شته چی د مسلمان ملکونو نه راسا خپرونه خپروی او مسلمانان یی ډیر په شوق سره گوری.

عام نظر دا دی چی په امریکا کی هغه شرکتونه چی مسلمانانو د پاره تبلغات کوی هغوی او هغه مسلمانان چی د دوی نه سودا اخلی دواړه برابره گټه ترلاسه کوی. یو لوری یی دولت گټی او بل لوری یی د خپلی طبعی شیان او عزت دواړه ترلاسه کوی.

XS
SM
MD
LG