د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ستري محکمې: مشرف جمهوري ریاست ته بیا ځان کاندیدولای شی


د پاکستان ستري محکمې فیصله وکړه چی جمهور رئیس پرویز مشرف کولای شی په داسی حال کی چی د پوځ عمومي قوماندان وی د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کی ځان کاندید کړی.

د ستري محکمې د نهو قاضیانو هیات دا پریکړه نن اعلان کړه او د خلکو هغه عریضې یې رد کړې چی په کی غوښتل شوی و چی جنرال مشرف دی دې چوکۍ ته ځان نه کاندیدوی.

پریکړه ددرو په مقابل کی په شپږو رایو منظور سوه. د هیات مشري ‏(‎ رانا بگوان داس ‏)‎ وویل چی دا عریضې معتبري نه وې.

جنرال مشرف پرون د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په شپږمه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی د خپلي کاندیدۍ پاڼي رسما ترتیب کړې.

دوو نورو مخالفینو هم ځانونه کاندید کړي دي. په سلهاو پولیسان او امنیتي قواوي په اسلام آباد کی په لارو کوڅو کی اچول شوي دي چی خلک د جمور رئیس مشرف په دې فیصلې باندی مظاهرې او بلواگاني ونه کړی.

د ټولو گوندونو د دیموکراتیک تحریک په نامه د مخالفو ډلو اتحاد چی مشر یې پخوانی صدراعظم نوز شریف دی وایی چی د جنرال مشرف په دې اقدام باندی چی جمهوري ریاست ته یې بیا ځان کاندید کړ، ددغه تحریک غړي د اعتراض په توگه د پارلمان نه استعفی کوی.

د پارلمان نه ددوی استعفی به د پارلمان او ولایتي شورا گانو رایگیري معطله نه کړی چی هلته جنرال مشرف اکثریت لری، مگر د انتخاباتو په اعتبار باندی به تاثیر ولری.

خپله جنرال مشرف ویلي دي چی که بیا د جمهوررئیس په توگه انتخاب سی نو د پوځ د عمومي قوماندانۍ نه به استعفی وکړی .

XS
SM
MD
LG