د لاس رسي وړ اتصالات

د سره صلیب نړیواله ټولنه د څلور تنه کارکونکي لپاره هلې ځلي


د سره صلیب نړیواله ټولنه وايي دوی لگیا دي د خپلو څلورتنه هغه کارکونکي د خوشې کیدلو لپاره هلې ځلي کوي چې په دې هفته کې د افغانستان په مرکزي سیمو کې برمته شوي دي.

د سره صلیب کمیټه وايي دوی د هغې ډلې سره اړیکه ټینگه کړې ده چې د وردگو په ولایت کې د چار شنبې په ورځ د کمیټې کسان یې برمته کړي دي.

د سیمې یو قومي مشر ویلي دي چې دوی هم د برمته کونکو سره په خبرو لگیا دي. د افغانستان حکومت وايي د سره صلیب کارکونکي چې دوه یې افغانان، یو یې د برما او یو یې هم د مقدونیې دي وردگو ته تللي ؤ تر څود هغه جرمن په خوشې کولو مرسته وکړي چې دجولای په میاشت کې برمته شوی دی.

طالبانو د جولای په میاشت کې دوه جرمنان نیولي وو. د دې دوو نه یو یې ووژل شو او بل یې تر اوسه پورې د طالبانو په قبضه کی دی.

XS
SM
MD
LG