د لاس رسي وړ اتصالات

د بین المللی سره صلیب څلور برمته شوی کسان خوشی شو


افغان ماموران وائې، افراطیانودبین المللی سره صلیب هغه څلورتنه یرغمل خوشی کړل چې ددی هفتی په سرکې په مرکزی افغانستان کې تښتول شوی وو.

دغه ماموران وائې، په دوی کې یودبرمااوبل دمقدوینا تبعه دی او دوه افغانان دی چې نن دشنبی په ورځ خوشی کړی شول.

دوی د چهارشنبی په ورځ دوردگو په مرکزی ولایت کې تښتول شوی وو. دغه ماموران وائې، دوی دوردگو ولایت ته لدی لپاره تللی وو چې کوښښ ئې کاوه برمته شوی المانی تبعه راخوشی.

هغه طالبانو دجولای په میاشت کې تښتولی و. دبین المللی سره صلیب کمیټې نن دشنبی په ورځ وویل، دغه کارکونکی چې بی له قید اوشرط نه راخوشی شول، دغې ټولنې او ددوی کورنیوته د خاطرجمعی سبب شو.

نامعلومو وسله والو کسانو تراوسه پوری دمرستودرسولو بنگله دیشی کارکونکی برمته کړیدی. دی د سیپټمبر په ١٥ نیټه دکابل په جنوب کې تښتول شوی و.

په بنگله دیش کې مقاماتو له امریکا نه غوښتی دی چې دبنگله دیش ددغه تبعه په خوشی کولوکې مرسته وکړی.

یاغی طالبانو دجولای په میاشت کې دوردگو په ولایت کې دوه المانیان تښتولی وو. یوئې وژل شویدی اوبل ئې تراوسه پوری برمته دی .

XS
SM
MD
LG