د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جمهور رئیس د طالبانو سره د خبرو پیشنهاد وکړ


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وائې، د دی لپاره چې پخپل هیواد کې ئې سوله راوستی وی، دی شخصآ غواړی چې د طالبانو د مشر ملاعمراو دبل لوړ رتبه یاغی گلبدین حکمیار سره ملاقات وکړی.

ښاغلې کرزی نن دشنبی په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، دی به حتئ ځنی حکومتی څوکې طالبانو ته هم ورکړی.

لیکن د طالبانو هغه غوښتنه ئې رد کړه چې وائې، مخکې لدی چې خبری پیل شی ټولې خارجی قواوی دی له افغانستان نه اووځی.

ښاغلې کرزی هغه رپوټونه رد کړل چې وائې، امریکا د طالبانو سره د خبرو خلاف ده او زیاته ئې کړه چې دهغه حکومت به د یاغیانو سره د خبرو فیصله کوی. امریکا د عمر او حکمتیار دواړو پسی گرځی.

XS
SM
MD
LG