د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کرزي د سولې وړاندېز رد کړ


طالبان وايى دوى به ترهغه وخت پورې له افغان حکومت سره جرگه ونکړي تر څو پورې چې بهرنى ځواکونه په افغانستان کې وي.

د طالبانو وېاند ېوسف احمدي نن د ېکشنبى په ورځ ووېل چې طالبان په دې کې هېڅ دلچسپى نلرى چې له حکومت سره چوکۍ او مقامونه ترلاسه کړى.

ېوازېنى شى چې دوى په کې دلچسپى لرى هغه له افغانستان نه د بهرنېو عسکرو وتل دى.

دغه تبصرې ېوه ورځ وروسته له هغه نه کېږى چې د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزي ووېل دى دېته چمتو دى چې د ېاغېانو هغو مشرانو ته د حکومت چوکۍ او مقامونه ورکړى چې خپلې وسلى پر زمکه کېږدي او دافغانستان په سېاسى نظام کې برخه واخلى.

ښاغلى کرزى د شنبى په ورځ پېشنهاد وکړ چې د طالبانو له پرارىمشر ملاعمر سره او له گلبدېن حکمتېار سره ملاقات وکړى.

ښاغلي کرزى دا خبرې ېو څو ساعته وروسته له هغه نه وکړې چې په کابل کې داردو په ېوه سروېس موټر باندى ځان مرگى برېد وشو دېرش کسان ېې ووژل او ٢١ کسان ېې زخمېان کړل.

طالبانو ددغې حملى مسوولېت په غاړه اخېستى دى.

ښاغلى کرزى د غه عمل نهاېت زېاته بزدلي وبلله. هغه زېاته کړه چې هېڅ رېښتونى مسلمان به بېگناه خلک دروژې په مبارکه مېاشت کې ونه وژنى.

ښاغلي کرزي ووېل له دغو حملونه دا څرگندېږى چې دترهگرى خلاف جگړې ته باېد ادامه ورکړو. په نېوېارک کې دملگرو ملتونو دامنېت شورى دغه حمله محکومه کړه او په افغانستان کې ېې د مخ په زېاتېدونکى مرگ ژوبلې په برخه کې اندېښنه څرگنده کړه.

ښاغلى کرزى دا اټکلونه رد کړل چې وايي امرېکا له طالبانوسره دده د سولى د خبرو سره مخالفه ده.

هغه ووېل چې د ده حکومت له ېاغېانو سره دهرډول مذاکراتواو جرگى کولو فېصله پخپله کوى. دامرېکا حکومت په گلبدېن حکمتېار او ملاعمر پسى گرځى چې وې نېسى ځکه چې امرېکا دطالبانو تنظېم ېوه ترورېستى ډله بولى.

ېو بل رپوټ وايي چې د کندهار په ښار کې دمرگ ژوبلو په پېښوکې نن لږ ترلږه دوه پولېسان په داسى حال کې ووژل شول چې کو شش ېې کاوه چې ېو بم چې له لېرې نه کنترولېده له کاره وغورځوى.

د شنبى په ورځ دناټو چارواکى و ووېل چې درى افغان ملکېان او لږتر لږه ېو ېاغې طآلب دناټو په مشرۍ له قواوسره د پکتېا په ولاېت کې په هغه برېد کې ووژل شول چې ېاغېانو دناټوپر قواو کړى و.

رپوټ وايي چې ېاغېانو د افغان پوځ پر ېوه گزمه باندى نا څاپى برېد کړى و.

XS
SM
MD
LG