د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې ېوعسکر مړ او دولس زخمېان شول


د پاکستان امنېتى چارواکى وايي چې نن د ېکشنى په ورځ ېو عسکر هغه وخت و وژل شو او دولس نور زخمېان شول چې طالب پلوه سر تېرو پرېوه امنېتى پوسته باندى حمله وکړه او پرېوه نظامى کاروان باندې ېې هم برېد وکړ.

چارواکى وايي چې څلور تنه عسکر د سړک دغاړې په هغه بم کې ووژل شول چې هغه نظامى کاروان ته نېژدى وچاودېده چې مېرانشاه ته روان و.

مېرانشاه په شمالى وزېرستان کې ستر ښار دى او دافغانستان سرحد ته نېژدى پروت دى. په ېوه بله پېښه کې چارواکي وايي ېوعسکر د سهار وختى پر ېوه عسکرى پوسته باندى په حمله کې ووژل شو او درى تنه نور زخمېان شول.

چارواکى وايي چې څلور تنه نور عسکر په نورو حملو کې ووژل شول. د پاکستان پر نظامى قواو باندى سر تېري له هغه وخت راهېسى ېو لړ حملى کوى چې حکومت په اسلام اباد کې په لال جومات باندى د جولاى په مېاشت کې چپاو کړى و.

ددغو حملو په ترڅ کې سر تېرو د پاکستان د پوځ په شلهاو عسکر وژلى دى او ېو شمېر نور ېې برمته کړېدى.

XS
SM
MD
LG