د لاس رسي وړ اتصالات

افریقایی ټولنی ویلی دی چی وسله والو کسانو د ډارفور په سیمه کی د دوی په قواو باندى حمله کړیده


افریقایی ټولنی ویلی دی چی وسله والو کسانو د سوډان د ډارفور په سیمه کی د دوی په سوله ساتو قواو باندى حمله کړیده.

په دغه حمله کی لږ ترلږه لس تنه وژل شویدی. د افریقایی اتحاد ویاند ویلی دی چی حمله کونکېو د دارفور په هسکن نیتا سیمه کی د عسکرو په مرکز حمله کړیده.

په حمله کی گڼ شمیر فوځیان ژوبل شویدی او په لسهاو نور لا درکه دی. نوموړی نطاق ویلی دی چی په ٢٠٠۴ کال کی په دارفور کی د اروپایی ټولنی د سوله ساتو عسکرو د وظیفی د پېل نه وروسته دا اول ځل دی چی دومره زیات تلفات یی گاللی دی.

نورالدېن مېزنى د دی حملی مسولیت په چا نه دی اچولی خو د افریقایی ټولنی نظامی مشران د دارفور یاغیان د ېادو شوو وژنو مسول گڼی.

بله خوا د جنوبی افریقا د عسیویانو د مشر پادری ډیزمنډ ټی ټو په مشرئ د عیسوی مشرانو یو هېئت نن سوډان ته رسیږی ، چې د سولی په کوششونو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG