د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران چارواکي وايي د دوی هیواد به د ملگرو ملتو د اتمي ادارې سره خپلو همکاریو ته ادامه وکړي


د ایران چارواکي وايي ددوی هیواد به د ملگرو ملتو د اتمي ادارې سره خپلو همکاریو ته په دې خاطر ادامه وکړي چې د امنیت شورا د نویو بندیزونو دلگولو مخه ونیسي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند علي حسیني دغه تبصره نن وکړه. د جمعې په ورځ د نړۍ سترو هیوادونوپه ملگرو ملتو کې دا خبره ومنله چې د نویو بندیزونو لگول د نوامبرتر مېاشتې پورې وځنډوي.

مگر د امریکا متحده ایالاتو او د امنیت د شورا نور دایمي غړو او جرمني وویل چې دوی به د بندیزونو لگولو د دریمې دورې لپاره وغوښتنه وکړى البته که چېرې دنومبر تر مېاشتى پورې ډپلوماتیکې هلى ځلې په دې برېالۍ نشى چې اټومى ستونزې حل کړي.

د امریکا متحده ایالات او متحدین یې ایران په دې تورنوي چې غواړي د سوله ایز پروگرام تر پردې لاندې اتمي وسلې جوړې کړي خو ایران دا خبره نه مني.

XS
SM
MD
LG