د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغانستان دکوکنارو کروندې بلا ته ورته دي'


د مخدره موادو ضد ېوې امریکایی موسسی مشری ویلی دی چی په افغانستان کی د کوکنارو مخ په زېاتېدو کرنه نه یوازی چی افراطیان تمیلوی بلکی د سیمی امنیت ته هم گواښ دی.

امریکایی چارواکې کیرن ټینډی وایی چی د پاکستان لخوا د کوکنارو پر ضد فعالیتونه د ستایلو وړ دی او پکارده چې دوام ومومي.

هغی ویلی چی افغانستان او پاکستان باید خپل واړه اختلافات یوې خوا ته کړي او د مخدره موادو د تجارت په مخنیوی کی دی همکاری وکړی.

میرمن ټینډی د افغانستان د کوکنارو کروندی د بلا سره ورته وگڼلې.

هغې ویلی دی د دی لپاره چی افغانستان په مخدره موادو متکی نشى باید گډې هڅې وشى، که داسى ونشى نو دغه حالت به په سیمه کی بی ثباتی اوترهگری زیاته کړی.

میرمن ټینډی په دی روانه اوونئ کی په کابل کی خبریالانو ته ویلی دی چی د مخدره موادو ضد اداره به د مخدره موادو ضد او د ترهگر ئ ضد قواو ترمنځ د استخباراتو د شرېکولو په لړ کی مرسته کوی.

هغی ویلی چی مونږ د لسو نه زیاتی مخکې ترمخکې خبرتیاوی ورکړیدی چی په نتیجه کی په امریکایی ، افغانی او د ناټو په عسکرو کیدونکو مرگانیو حملو مخه نیول شویده.

XS
SM
MD
LG