د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او اېتلاف قواو شل تنه مشکوک طالبان وژلى دى


د افغانستان اوامرېکا په مشرۍ د اېتلاف قواوې وايي چې دوى له شلونه زېات کسان چې گومان کېږى طالبان به وي دافغانستان په جنوبى سېموکې د عملېاتو په ترڅ کې وژلى دى.

د اېتلاف ېوخبر لېک وايي ددوى قواو نن ددوشنبى په ورځ سهار دوخته د هېلمند دناکراره ولاېت د رېگ په ولسوالۍ کې دمشکوکو طالبانو خلاف عملېات وکړل.

په خبر لېک کې وېل شوې وو چې ېو ملکى سړى هم په دغه حمله کې ندى ژوبل شوى. دا تازه حملى وروسته له هغه نه کېږى چې طالبانو د ېکشنبى په ورځ هغه بلنه رد کړه چې دافغانستان حکومت د سولى د مذاکراتو لپاره ورکړې وه.

د شنبى په ورځ دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي د ېاغېانو مشرانو ته په حکومت کې دمقامونو د ورکول ست وکړ خو په دې شرط چې هغوى خپلې وسلې پر زمه کېږدى اود افغانستان په حکومت او سېاست کې برخه واخلى.

خو طالبان وايي ترهغه وخت پورې په افغانستان کې خارجى قواوې موجودې وي دوى به هېڅکله هم له افغان حکومت سره خبرو ته غاړه کېنږدي.

XS
SM
MD
LG