د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سترې محکمى داسلام اباد د پولېسو مشر او د ښار نور مشران له وظېفى نه لېرى کړېدى


د پاکستان سترې محکمى داسلام اباد د پولېسو مشر او د ښا رنور مشران د لنډ مهال لپاره په دې سبب له خپلې وظېفى نه لېرى کړېدى چې د شنبى په ورځ ېې د ېو شمېر وکېلانو او خبرېالانو خلاف سخت اقداما ت کړى و او د هغو په سبب په لسهاو خبرېالان او وکېلان زخمېان شول

د پولېسو دغه اقدامات په پراخه کچه محکوم شول.

د اسلام اباد د پولېسو د مشر دلنډ مهالې برطرفى امر د پاکستان د سترې محکمى عالېربته قاضى چوهدرى افتخار نن وروسته له هغه نه ورکړ چې د پولېسو ادارى چارواکى ېې سترې محکمى ته را وغوښتل او داېې ورته څرگنده کړه چې څه پېښ شوېدى.

د پاکستان پولېسو د مظاهره چېانو د خورولو لپاره د اوښکو بهوونکېو گازوله گولېو او ډنډو نه کارو اخېست.

مظاهر چېان د انتخاباتو د کومېسېون او سترې محکمى ودانېو نه بهر را ټول شوى ول. د خلکو مظاهرى هغه وخت پېل شوې چې په دې اونى کې سترى محکمى د جنرال مشرف دا خواست منظور کړ چې دى بېا هم د جمهورى رېاست لپاره ځان کاندېد ولى سى په داسى حال کې چې دپوځ لوى درستېز هم دى.

د پولېسو دغه اقدام د پاکستان د جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف چې په سېاسى ستونزو کې راگېردى او دهغه د مخالفو سېاستمدارانو ترمنځ خړ پړتېا زېاته کړېده.

د تېرې ېکشنبى په ورځ په سوونو پاکستانى خبرېالانو په ټول پاکستان کې د پولېسو د تشدد خلاف اود جنرال مشرف د بېا کاندېد کېدو خلاف چې دنورو پنځو کلونو لپاره به جمهورى رئېس پاتى کېږى مظآهر ې وکړى.

تېره اونى دانتخاباتو کومېسېون د جمهورى رېاست د ۴٣ کاندېدانو له جملى نه ېوازې شپږ تنه منظورکړل.

د پاکستان د انتخاباتو کومېسېو ن ته ۴٣ کسانو د جمهورى رېاست د مقام لپاره د کاندېد کېدو درخواستونه ورکړى ول.

له جنرال مشرف نه علاوه دوهغه په مقابل کې دوه نور کاندېدان ېو قاضى وجېه الدېن احمد او بل مخدوم امېن فهېم دى.

ښاغلى فهېم د پاکستان د پېپلزگوند د مشرى بېنظېر بهټو مرستېال دى.

XS
SM
MD
LG