د جنوبي کوریا جمهور رئیس روه موهون وايي كله دى د شمالى کورېا له مشر کېم جانگ اېل سره ملاقات وکړى نو د سولى په خبرو به ډېر ټېنگار وکړى.
دغه درى ورځنى مجلس چې د سه شنبى په ورځ په شمالى کورېا کې پېل کېږى ددواړو کورېا گانو ترمنځ له ١٩٥٣ کال راهېسى دوېم ستر مجلس دى.
اول مجلس د ددواړو کورېاگانو ترمنځ د د جگړى دمتارکى مجلس و. روه وايي که چېرې د دواړو مشرانو د غونډې خبرې جدي وي نو دی به د پوځي اړیکو په ښه کیدلو، حتې د سولې په یوه لوزنامه او بې وسلې کولوهم وغږیږي.
د جنوبي کوریا مشر به شمالي کوریا ته خپل سفر د سه شنبې په ورځ پیل کړي. دی به د خپل هیواد د سرحد نه چې شمالي کوریا سره بیلوي په پښوشمالي کوریا ته ولاړشي.
خو دده د سفر نور ملگري به د شمالي کوریا پای تخت پیونیانگ ته په موټرو کې لاړ شي. دی به د هرکلي په هغه غرمنۍ کې گډون وکړي چې د شمالي کوریا د پارلمان د مشر دده په ویاړ کړېده.
دا لا معلومه نه ده چې ښاغلی روه به څه وخت د شمالي کوریا د مشر کیم یونگ ال سره وگوري. داسې ښکاري چې دواړه مشران به په شمالي کوریا کې د اریانگ په نامه د فستیوال د نندارې لپاره په گډه ورشي.