د ترکېې پوځی مقاماتو خبرداری ورکړیدی چې دوی به دهیواد دسیکولر نظام نه دفاع کوی، په داسی حال کې چې پارلمان د نوی اساسی قانون مسوده تیاروی.
د ترکېې پوځی مشریاسر بویوکانت پرون د دوشنبی په ورځ په استانبول کې وویل چې دده په قول هیڅ قدرت دترکېې سیکولرنظام نشی بدلولی.
هغه خپل مخالفت دعراق په شمال کې د خپلواک کردی دولت دجوړیدوسره څرگند کړاو وائې، دابه ترکېې ته سیاسی او امنیتی خطر پیښ کړی.
د ترکېې دعدالت او انکشاف حاکم گوند چې دجولای په میاشت کې ئې انتخابات وگټل، دنوی اساسی قانون د مسودې تیارولوته داولیت حق ورکړیدی.
د پوځ په شمول سیکولرستانو دترکېې په حاکم گوند باندی تورلگوی چې غواړی دمذهب رول تقویه کړی او په مذهبی سمبولونو باندی په لگیدلو بندیزونوکې نرمښت راولی.
د ترکېې جمهور رئیس عبداله گل چې د حاکم گوند غړیدی، دغه تورنه رکړل چې وائې، اسلامی اجنډا لری.