د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د بېنظېر بهټو خلاف په اداري فساد کې د لاس لرلو تورونه لېرې کړل


د پاکستان حکومت پرېکړه کړېده چې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزېرې بېنظېر بهټو خلاف چې اوس په جلاوطنى کې ژوند کوى، په اداري فساد کې د ککړتوب تورونه لېرې کړى.

د حکومت په دغه اقدام باندى د بېنظېر بهټو له خوانه ېوه غوښتنه پوره کېږى. هغې د جنرال پروېز مشرف له حکومت سره د اقتدار د شراکت په برخه کې دخپلو هلو ځلو په ترڅ کې څو غوښتنى کړې وې.

مېرمن بهټو د ١٩٩٠ په لسېزه کې دوه دورې د پاکستان لومړى وزېره وه. نوموړې وروسته له هغه نه پاکستان ته ولاړه چې دهغې حکومت د ادارى فساد اورشوت خوړلو په تور منحل کړى سو.

همدارنگه نن د سه شنبى په ورځ د پاکستان پوځ وايي داستخباراتو ېو پخوانى مشر ددى لپاره ټاکل شوېدى چې په پو ځ کې هغه وخت د جنرال مشرف په ځاى د پوځ لوى درستېز وټاکل شى چې کله دى له دې چوکۍ نه استعفى وکړى.

جنرال مشرف دا وعده کړى وه چې که دى ددومې دورې لپاره د جمهور رئېس په حېث انتخاب شى نو د به د پوځ نه د لوى درستېز په حېث استعفى وکړى.

د پوځ ېوه چارواکى وووېل چې که چېرې د غه چوکۍ خالى سى نو تورن جنرال اشفاق پروېز کېاني به د پاکستان د پوځ نوى لوى درستېز شى.

نوموړى ترتېرې مېاشتى پورې د د پاکستان د استخباراتو دادارې Inter Services Intelligence ېا آى اېس آى مشرو.

دغه اعلان په داسى وخت کې کېږي چې د مخالفو سېاسى گوندونو وکېلانو د پاکستان سترې محکمى ته درخواستونه ورکړېدى چې د قانون له مخى جنرال مشرف د دوېم ځل لپاره د انتخابېدو حق نلرى او پکارده چې د شنبى په ورځ انتخابات وځنډول شى.

ېوشمېر مخالفو وکېلانو نن د سه شنبى په ورځ خپلې استعفىگانى په دې خاطر ورکړى چې د جنرال مشرف په بېا انتخابېدو باندى اعتراض وکړى.

ددغه اقدام مقصد داو چې داکتوبر د شپږمىنېټې دانتخاباتود مشروعېت په باب له خلکو سره پوښتنى راپېدا شى.

ټاکل شوېده چې د اکتوبر په شپږمه نېټه د پاکستان ملى او صوبايى شورى گانو د جمهورى رېاست په انتخاباتوکې گډون وکړى.

په دغو شورى گانو کې د پاکستان جمهوررئېس همدا اوس اکثرېت لرى.

XS
SM
MD
LG