د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا جمهور رئیس شمالي کوریا ته پلي ولاړ


د جنوبي کوریا جمهور رئیس نوه موهیون د دواړو کوریا گانود سرحد نه چې عسکر په کې ډیر پراته دي پلي شمالي کوریا ته ولاړ او اوس د شمالى کورېا په پاېتخت پېونگ ېانگ کې دى.

هلته ېې د شمالي کوریا د مشر کېم جانگ اېل سره هرکلي وکړ او په دې ډول ېې دغه تاریخي درې ورځنۍ سفر پیل شو.

د شمالى کورېا په زرگونو خلکو کله چې دهغه دموټرو کاروان پېونگ ېانگ ته ورسېده دهغه تود هرکلى وکړ.

په پیونگیانگ کې په هغه وخت کې چې ددواړو هیوادو مشرانو سره روغبړ کا ؤ او د سرې غالۍ د پاسه خوا په خوا روان وو په سلگونوکسان چې دهغوى هرکلى ته ولاړ ول دهغوى په وېاړ ېې گلان خوځول.

کېم جانگ اېل په خندا او مسکا نه ښکارېده. همدومره ېې سره ېې ووېل چې خوشاله ېم چې له تاسره ملاقات کوم. د شمالى کورېا د وېمه درجه مشر کېم ېانگ نام د ښاغلى نومو ېون په وېاړ مېلمستېا کړې وه.

د شمالي کوریا حکومتي اژانس وویل چې د مشرانو دا نادره غونډه د ډیر اهمیت وړده او د خلکو په منځ کې ېې د یوه اختر بڼه ځان ته غوره کړېده.

ښاغلی نومو ېون د جنوبي کوریا لمړني جمهور رئیس ؤ چې د غیر پوځې برخې په منځ کې چې دواړه کوریاگانې د نیمې پیړې نه زیاتې مودې سره بیل کړي دى شمالى کورېاته ور تېر شو.

XS
SM
MD
LG