د لاس رسي وړ اتصالات

بېنظېر بهټو وايي د قدرت د وېش مذاکرات په ټپه ولاړدي


د پاکستان پخوانئ جلا وطنه صدراعظمه بی نظېر بوټو واېې چه د جمهور رېس پروېز مشرف ېې د قدرت د وېش مذاکرات په اصطلاح په مکمل ډول په ټپه درېدلی دی.

مېرمن بوټو په لندن کې د خبرو په وخت هغه رپوټونه هم په اصطلاح د غلطو اطلاعاتو د خپرولو ېوه برخه وبلله چه پکې وېل شوی ؤو، د پاکستان حکومت د قدرت د وېش د روغې جوړې د ېوې برخی په توگه د هغې پر خلاف په جراېمو کې د لاس لرلو تورونو لېرې کولو ته چمتو دى.

مېرمن بهټو ووېل د قدرت د شراکت خبرې ځکه په ټپه ولاړې دى چې جنرال مشرف له دېنه انکار وکړ چې په هغه مهال وېش باندى له خپلې وعدې سره سم عمل وکړى چې مهمې غوښتنى عملى کاندى.

په دغو مهمو غوښتنو کې ېوه داوه چې دى به له خپلې نظامى چوکۍ نه مخکى له دېنه چې د شنبى په ورځ د جمهورى رېاست لپاره بېا ځان کاندې کړى استعفى کوى.

خو جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف وعده کړېده چې که دې بېا د ېو پنځه کلنى دورې لپاره جمهور رئېس انتخاب شى نو له خپل نظامى مقام نه به د پوځ د لوى د رستېز په حېث استعفى وکړى.

بېنظېر بهټو ووېل دا غواړی چه پاکستان د ټولواکۍ او مطلق العنانئ له حکومت نه د دېموکراسئ په لوری حرکت وکړی.

مېرمن بوټو ‏اخطار ورکړ چې د جمود په ټپه ولاړه اوسنئ وضع دوام ومومی نو کېدی شی چه د تشدد نه ډکې مظاهری وشی.

مېرمن بوټو غوښتنه وکړه که جنرال مشرف غواړی چه د جمهوری رېاست د بلی دورې لپاره هم ځان کاندېد کړی نو باېد چه د لوی درستېز د مقام نه استعفى وکړی.

مېرمن بهټو به پاکستان ته د اتو کلونو له جلاوطنى نه وروسته چې په خپله ېې په ځان تحمېل کړې وه بېرته د اکتوبر په اتلسمه نېټه رارستنه شى.

په ېو بل خبر کې وېل شوی دی چه د پاکستان ستری محکمی د لنډ وخت لپاره په هغه درخواست چه د جنرال مشرف په خلاف د ورستېو هلو ځلو د ېوې برخی په توگه په ستره محکمه کې داېر شوی دی، غور کول نن وروسته د هغې نه معطل کړل چه ېوه قاضی سردار رضا خان خپل ځان گوښه کړ.

نوموړي قاضی دا دلېل وړاند کړ چه نننی درخواست د هغو درخواستونو سره مشابهت لری چی د جمعی په ورځ پری محکمی غور وکړ او جنرال مشرف ته ېې اجازه ورکړه چه کولی شی ځان د جمهوری رېاست د بلی دورې لپاره کاندېد کړی.

ښاغلې مشرف ډاډه دی چې بری به ېې په برخه وی او له همدی امله ېې د پاکستان د استخباراتو ېو پخوانې رېس د لوی درستېز د مقام لپاره پرون وټاکه.

.

XS
SM
MD
LG