د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان چارواکېو د اسلام اباد د لال جومات دروازې خلکوته پرانېستلې


په پاکستان کې په سوونو خلکو په لال جومات ېا سره جومات کې وروسته له هغه نه چې چارواکېو بېا پرانېست لمونځونه او دوعاگانى وکړې.

چارواکېو د اسلام اباد لال جومات ېا سور جومات نن د چارشنبى په ورځ له درو مېاشتونه وروسته بېا خلاص کړ.

عبادت کوونکېو لوړه وکړه چې په دغه مذهبى ځاى کې به لمانځه اوعبادت پروخت ارام او کرار واوسى. دغه جومات د جولاى په مېاشت کې ېوځل دلنډ وخت لپاره خلاص شو خو کله چې ېوه ځان وژونکى جومات ته نېژدى څوارلس کسه ووژل نو بېرته بند کړى شو.

دری مېاشتی مخکی د لال جومات دودانۍ د محاصری په دوران کې د سلو نه زېات خلک ووژل شول. د لا ل جومات محاصری پوره اته ورځی دوام وکړ او ددغه جومات د مدرس عبدالرشېد غازی په شمول دسلو نه زېات خلک پکې ووژل شول.

د لا ل جومات تند روه علماو په پاکستان کې د اسلامی شرېعت د سختو قوانېنو د پوره نافذولو لپاره د د جومات د شاگردانو مشری په غاړه اخېستلی وه.

په لا ل جومات باندی د پاکستانی قواو د برېد نه وروسته،په ټول پاکستان کې دېنی تندروان را وپارېدل. او انتقامی حملی ېې شروع کړی.

XS
SM
MD
LG