د لاس رسي وړ اتصالات

د برما عسکر درنگون خلکو ته د نېولو اخطار ورکوي


د برما عسکرو نن د رنگون ښار اوسېدونکو ته د توقېف کولو اخطار ورکړ او ورته وې وېل چې هغو خلکو چه تېره هفته ېې د دېموکراسئ په طرفدارئ په مظاهرو کې گډون کړی و هغوی به ونېول شی.

د برما عسکر نن د رنگون په ستر ښار کی په موټرو کې گرځېدل او په لوډسپېکرونوېې اخطارونه ورکول. هغوی وېل چې دوی دهغوکسانو عکسونه لری چې په مظآهرو کې ېې گډون کړی و او دوی دانېت لری چې هغوی ونېسی.

په رنگون کې غربی دېپلوماتان وايي چې د برما عسکرو دمظآهره چېانو مشرانو په هغوی چپاونو کې ونېول چې د شپې له خوانه ېې دهغوی په کورونو غورځولی وو.

دېپلوماتان وايی چې درنگون ډېر اوسېدونکی سخت وېرېدلی دی او له سړکونونه لېرې گرځی. د برما عسکرو په ډېر تشدد سره هغه عمومی مظاهری وځپلی چې د حکومت خلاف او د دېموکراسی په طرفداری کېدلی.

د حکومت نا راضی نه خلک وايي چې د تشدد په وخت کې تردوو سوونه زېات مظآهره چېان ووژل شول او ترزرو نه زېات بندېان شول.

خو د برما پوځ وايی چې ېوازې لس تنه وژل شوېدی.

XS
SM
MD
LG