د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بوش د عراق دجمهور رئیس سره په سپېنه ماڼى کې ولیدل


جمهور رئیس بوش دعراق جمهور رئیس جلال طلبانی ته په سپینه ماڼې کې هرکلې ووایه او دعراق دراتلونکې او ثبات په هکله ېې ورسره خبری وکړی.

د سپینې ماڼۍ نطاقه دانا پیرینو وائې، دغو دواړو مشرانو تقریبآ یوساعت خبری وکړی.

دوی په هغه قانون باندی وغږیدل چې دهغې له مخی به دتیلو مالېه دولایتونو ترمنځ وویشل شی، ولایتی انتخاباتو ته به اجازه ورکړل شی او د صدام حسین د پخوانی حاکم گوند غړوته به اجازه ورکړل شی چې په اوسنی حکومت کې وظیفی سرته ورسوی.

میرمن پیرینو وائې جمهور رئیس وویل، دا ډېره مهمه ده چې د عراق پارلمان دغه قوانین تصویب کړی او جمهور رئیس طلبانی داخبره ومنله.

دوی زموږ د دواړو هیوادونو د دوامدارې انډیوالې د اهمیت په باره کې هم خبری وکړی، په داسی حال کې چې عراق به په سیمه کې د تروریزم او افراطیت په خلاف یو کلک دیوال وی.

میرمن پیرینو وائې د امریکا مشر خپل عراقی انډول ته ددغو قوانینو د تصویبولو لپاره نیټه نده ټاکلی. جمهور رئیس بوش وویل، دی پدی عقیده دی چې د دغو درو واړو موضوعاتو په باره کې دعراق مشران پرمختگ کوی.

ځینی عسکر به ژروطن ته بیرته راستانه شې، د میرمن پیرینو په قول ځینی پیچلی موضوعات لاتر اوسه په مخکې پراته دی چې دهغې په باب به فیصله کیږی.

میرمن پیرینو وائې دوی پرمختگ کوی. زه ناامیدی او بی صبری درک کولی شم. زه فکرکوم چې دوی په صحیح لاره روان دی.

کانگرس اوس دجمهور رئیس د‏(‎١٩٠ ‏)‎ میلیاردو ډالرو په پیشنهاد باندی غورکوی چې په عراق او افغانستان کې دجنگ لگښت ورباندی وشی.

د عامه افکارو سروی ښئ چې اکثره امریکایان غواړی چې په دغو پیسو کې کموالی راشی. دواشنگټن پوست او د‏(‎ ABC NEWS ‏)‎ تلویزنی شبکی سروې وائې، ٢٧ فیصده امریکایان له کانگرس نه غواړی چې ټولې دغه پیسی تصویب کړی.

په دغه سروی کې د جمهور رئیس محبوبیت ٣٣ فیصده ښودل شویدی چې دا ترټولو ټیټ شمیر دی.

جمهور رئیس بوش کوښښ کوی چې دعراق دجنگ لپاره عامه ملاتړلاس ته راوړی چې وائې، دا امریکا محفوظه کوی او په عراق کې دوامداره پرمختگ به هغه ته اجازه ورکړی چې بل کال له عراق نه نورعسکررا اوباسی.

میرمن پیرینو وائې، جمهور رئیس پدی پوهیږی چې جنگ طرفداران نلری مگر هغه پدی قانع شویدی چې دعراق د حکومت سره مرسته دسیمی ثبات سره کومک کوی.

میرمن پیرینو وائې جمهوررئیس بوش پدی پوهیږی چې د امریکا خلکوصبردلاسه ورکړی دی مگرهغه پدی هم پوهیږی چې دعراق خلکودخپل حکومت سره صبر دلاسه ورکړیدی.

او دواړه مشران پدی باره کې خبری کوی چې څنگه پدی برخه کې پرمخ ولاړشی او داخبره یقنی کړی چې ټول کارونه په صحیح لاره روان دی او هغه څه ئې لاس ته راوړی دی چې کار ېې ورته کاوه چې هغه ددرو قوانینو تصویبول دی، زه فکرکوم چې دا دجمهور رئیس لپاره ډیره مهمه ده چې دجمهور رئیس طلبانی سره ملاقات وکړی.

میرمن پیرینو وائې، نه جمهوررئیس طلبانی نه جمهوررئیس بوش دبلیک واټر په نامه دامنیت د خصوصی شرکت موضوع راپورته کړه چې دهغې په باره کې تحقیقات روان دی.

د دغه شرکت غړی په عراق کې دامریکائې ډیپلوماتانوساتنه کوی او پدی وروستیووختو کې ملکی عراقیان وژلی وو.

XS
SM
MD
LG