د لاس رسي وړ اتصالات

'نن د افغانستان په جنوب ختیځ کی څو یاغیان وژل شوي دي'


په افغانستان کی د امریکا په مشري قواوي وایی چی نن ددغه ملک په جنوب ختیځ کی په جگړه کی څو یاغیان وژل شوي دي.

نظامي چارواکو وویل چی په ائتلافي قواو باندی کله چی یې د پکتیکا د ولایت د ‏(‎ وازي خوا‏)‎ په ولسوالي کی د څارني عملیات کول حمله وشوه.

د ائتلاف په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی په دې عملیاتو کی ملکي خلکو ته څه تاوان نه دی رسیدلی.

یو بل خبر وایی چی پرون د کندهار په ولایت کی د بم په چاودنه کی یو برتانوی عسکر وژل شوی او دوه نور زخمي شوي دي.

د برتانیې ددفاع وزارت ویلی دي چی دغه عسکر په گرشک کی په عملیاتو اخته وو چی طالبان ددې سیمي نه پسی واخلی .

XS
SM
MD
LG