د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ستره محکمه د مشرف د جمهوري ریاست  کامیابي په شک کی بولی


د پاکستان ستري محکمې حکم وکړ چی د جمهوري ریاست انتخابات چی توقع کیږی د جمهور رئیس پرویز مشرف دوره اوږده کړی، کیدای سی چی سبا د شنبې په ورځ تر سره شی، مگر محکمې ویلی دی چی وروستۍ نتیجې به یې تر هغو اعلان نه شی چی محکمه د هغو د قانونیت به باب اعلان ونه کړی.

محکمه وایی چی په دې باب به د اکتوبر په ١٧ مه استماعیه غونډه کیږی.

د پاکستان ستري محکمې دا فیصله نن وروسته له هغه وکړه چی د جمهور رئیس پرویز مشرف د بیا انتخابیدو په باب یې د خلکو په عریضو باندی غور وکړ.

سیاسی مخالفین وایی چی جمهورئیس مشرف نه سی کولای په داسی حال کی چی د پوځ عالي قوماندان وی جمهوري ریاست ته بیا ځان کاندید کړی.

مگر ښاغلی مشرف وایی چی که جمهور رئیس انتخاب سی نو د دغي نظامي چوکۍ نه به استعفی وکړی .

له بلي خوا د پاکستان یوه وزیر ویلي دي چی کابینې هغه فرمان منظور کړ چی په پخوانۍ صدراعظمي بینظیر بوتو او نورو سیاستمدارانو باندي د رشوتخوریو لگیدلي تورونه معافوي.

دغه وزیر وایی چی دا فرمان به جمهور رئیس پرویز مشرف نن وروسته لاسلیک کړی.

په دې سره به د میرمن بوتو او پرویز مشرف تر منځ د قدرت د شریکیدو د پاره لاره خلاصه سی.

میرمن بینظیر بوتو وایی چی دا خو شبینه ده چی یوه موافقه به راسی.

XS
SM
MD
LG