د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف د جمهوری ریاست انتخابات گټلی دی


د پاکستان جمهور رئیس دخپل هیواد د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې اکثره رایه وړی دی مگر ستره محکمه تراوسه دغه نتیجی اړولای شی.

د انتخاباتو ستر کمیشنر قاضی محمد فاروق وائې، جنرال مشرف نن دشنبی په ورځ په پارلمان کې د٢٥٧ رایه و نه ٢٥٢ رایه گټلی دی.

دری رایه بی اعتباره وگڼل شوی او دوه متقاعد قاضی وجیه الدین احمدوړی دی.

د پاکستان تلویزیون وائې، جنرال مشرف دهیواد د څلورو ایالتی اسمبلیوو نه په درو کې ئې ټولې رایه وړی دی.

مگر په رسمی توگه ترهغې پوری گټونکی نشی اعلان کیدی تر څوچې سترې محکمې د هغو قانونی عریضو په باره کې فیصله نوی کړی چې دهغه په مشروعیت ئې اعتراض کړیدی چې وائې، دی غواړی هم جمهور رئیس وی اوهم دپوځ لوی درستیزپاتی شی.

محکمه به په دغو عریضو باندی دروانی میاشتی په ١٧ نیټه غورکوی.

پرون د جمعی په ورځ جنرال مشرف پخوانې صدراعظمه بینظیر بهتواو نور سیاستمداران عفو کړل چې پدی اقدام سره ئې دقدرت د شریکولو لپاره لاره اواره کړه.

XS
SM
MD
LG