د لاس رسي وړ اتصالات

پرویز مشرف پرون د جمهوري ریاست انتخابات د رایو په مطلق اکثریت وگټل


د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف پرون د شنبې په ورځ د جمهوري ریاست انتخابات د رایو په مطلق اکثریت وگټل مگر ستره محکمه باید چی دا فیصله وکړی چی هغه ددې مستحق دی چی یوه بله پنځه کلنه دوره دي جمهور رئیس وی که نه.

د انتخاباتو مامورین وایی چی جنرال مشرف په پارلمان کی د ٢٥٧ رایو نه ٢٥٢ رایي وگټلې او هغه همداراز د پاکستان د څلورو ولایتي اسامبلیو نه په درو اسامبلیو کی بریالی سوی دی.

مگر د ښاغلي مشرف د دې کامیابۍ رسمي اعلان تر هغه وخت پورې نه سی کیدای چی ستري محکمې فیصله نه وی کړې.

د پاکستان ستري محکمې ویلي دي چی د همدې رواني میاشتي په ١٧ مه به په دې باب استماعیه غونډه جوړوی.

ښاغلي مشرف په اسلام آباد کی په یوه مطبوعاتي کنفرانس کی خپله کامېابى اعلان کړه د پارلمان د غړو نه مننه وکړه چی ده ته یې رایي ورکړې.

ښاغلى مشرف د مخالفو گوندونع دېته وهڅول چې له هغه څه نه لاس واخلى چې دى ورته د مقابلې سېاست وايي.

هغه دا هوډ هم وکړ چی د تروریزم سره جگړه به دوام لری، ځکه چی هغه د پاکستان په گټه ده او د پاکستانیانو نه یې وغوښتل چی د مظاهرو او تخریبي فعالیتونو نه لاس واخلی.

کله چې له هغه نه د انتخاباتو د مشروعېت په باب پوښتنه وشوه نو جمهور رئېس ووېل چې ده په راېو کې اکثرېت گټلى دى او د دېموکراسى مانا اکثرېت دى.

له راېو نه مخکى د مخالفو گوندونو د پارلېمان دغړو له جملى نه نېژدى دوه سوه کسانو د اعتراض په ډول استعفى وکړه.

هغوى دا استدلال کاوه چې د پوځ د مشر په حېث جنرال مشرف ددې اجازه نلرى چې د جمهورى رېاست په انتخاباتو کې گډون وکړى.

XS
SM
MD
LG