د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په قبېلوى تشدد ک ۴٨ کسان ووژل شول


د پاکستان پوځ وايي چې لږ تر لږه ۴٨ تنه جگړه ماران او شل عسکر نن د ېکشنبى په ورځ په هغه جگړه کې ووژل شول چې د شمالى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې وشوه.

د پاکستان د پوځ وېاند تورن جنرال وحېد ارشد نن ووېل چې امنېتى قواو د طالب پلوه سر تېرو خلاف وروسته له هغه نه عملېات پېل کړل چې هغوى د شنبى په ورځ پر ېوه نظامى کاروان باندى دمېر على ښار ته نېژدى ناڅاپى برېد وکړ.

دمېرعلى ښار دافغانستان سرحد ته نېژدى دى. ښاغلى ارشد وايي چې په دغو عملېاتو کې شل سر تېري وژل شوي او پنځه لس تنه زخمېان شوېدى خو شپږ تنه عسکر هم پکى مړه شول.

وروسته بېا سرتېرو په همدغه سېمه کې دهاسو خېلو په سېمه کې پرېوه نظامى کاروان باندى حمله وکړه. د پاکستان پوځ وايي چې په دغه سېمه کې لا جگړه دوام لرى.

پاکستاني چارواکي وایی چی طالب پلوه یاغیانو د پاکستان په صوبه سرحد کی د اردو د موټرو په یوه کتار باندی حمله کړې یو عسکر یې وژلی او ١٩ تنه یې زخمیان کړي دي.

محلي مامورین وایی چی دا حمله د شنبى په ورځ د شمالي وزیرستان په غټ ښار میران شاه کی شوې ده.

هغوی وایی چی په دې کتار باندې اول د سړک پر غاړه بم وچاودېده او بیا د راکټو ډزي ورباندی وسوې.

یوه محلي مامور چی د خپل نوم له څرگندولو نه ډډه وکړه وې ویل چی له عسکروسره د هلیکوپترو ملاتړ و او په یاغیانو پسی گرځي چی پیدا یې کړی.

دا نه ده معلومه چی په دې پېښه کی په یاغیانو کی هم څوک وژل شوي دي که نه .

XS
SM
MD
LG