د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې ېوه ځان وژونکى خپل هدف په بم وانه لوزولى شو


د افغانستان پولېس وايي ېوه ځان وژونکي نن د دوشنبى په ورځ د ناټود کاروان څنگ ته د افغانستان په جنوب کې خپل بم وچاوه.

په دغه چاودنه کې لږ تر لږه دوه ملکېان زخمى سول. چارواکېو ووېل بم چوونکى کوشش کاوه چې په لشکر گاه کې چې د هېلمند ولاېت مرکز دى د ناټو پر کاروان برېد وکړى خو خپل هدف ته ونه رسېده.

سمدلاسه ددغې پېښې مسوولېت چاپه غاړه ندى اخېستى. سر تېرو طالبانو د سړک دغاړى برېدونه او نور ډېر ځان وژونکي برېدونه کړېدى.

هغوى دغه برېدونه په سېمه کې د افغانستان د حکومت او خارجى عسکرو خلاف چې په دغه هېواد کې دېره دى کوى.

د ځان وژونکېو برېدونو په لړکې پرون د لوگر ولاېت پولېسو ېو احتمالى ځان وژونکى هغه ووېشت او مړ ېې کړ چې د ولاېت د امنېه قومانداڼى دفتر ته ورننوت.

د دغه ولاېت د امنېه قوماندانۍ چارواکي وايي برېد کوونکى چې د امنېته قوماندانۍ ته ور ننوت نو دپولېسو درېشى ېې اغوستى وه.

چارواکېو ووېل مشکوک د امنېه قوماندان له دفتر نه بهر هغه وخت ووېشتل شو چې د پولېسو خبرداري ته ېې غوږ ونه نېو.

هغه ته خبردارى ورکړل شو چې ودرېږي خو هغه اعتنا ونکړه. د پولېسو رپوټ وايي چې برېد کوونکي د پولېسو له درېشى لاندى ېوداسى واسکټ اغوستى و چې له چاودونکېو موادونه ډک و.

XS
SM
MD
LG