د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد: که امرېکا د اېران په باب پالېسى بدله کړى نو د خبرو امکان شته دى


د اېران جمهوررئېس احمدى نژاد وايي له امرېکا سره خبرې اومذاکرات ېوازې په دې صورت کې امکان لرى چې واشنگټن داېران په باب په خپله پالېسى کې بدلون راولى.

ښاغلى احمدى نژاد د ېکشنبى په ورځ د جمهوررئېس جورج بش د تبصرې په مقابل کې داخبره وکړه. ښاغلى بش تېره اونى ووېل چې دى له اېران سره مذاکراتوته چمتو دى خوپه دې شرط چې اېران خپل جنجالى اټومى پروگرام په ټپه ودروى.

د اېران جمهوررئېس احمدى نژاد ووېل دده حکومت له امرېکا سره د مذاکراتو خواست هېڅکله هم ندى کړى. هغه ووېل اېران دا حق لرى چې ددغه راز خبرو لپاره مخکى تر مخکى شراېط وټاکى ځکه دده حکومت دامرېکا د اټومى جبه خانې په باب اندېښنه لرى.

ښاغلى احمدى نژاد دا له امکان نه لېرى وبلله چې په دې باندى مذاکرات وکړى چې اېران ېې خپل اټومى حقوق بولى. هغه ووېل دغه راز خبرى به بې معنا وى.

XS
SM
MD
LG