د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د هغه زلزلې دوهمه کالیزه نمانځي چې ٧٣ زره خلک یې وواژه


پاکستان د هغه زلزلې دوهمه کالیزه نمانځي چې ٧٣ زره خلک یې وواژه او په ملیونو خلک یې بی کوره کړل. حکومت او بشري کارکونکو د بیا رغونې کارونه مثبت وبلل.

دوی وايي د خلکو سره د نیغ په نیغه د مرستې پالیسي ددغو هڅو دبریالیتوب سبب گرځیدلی دی.

دانیال شیرف د اسلام اباد نه داسې رپوټ رالیږلی دی. د ٢٠٠٥ کال د اکتوبر په اتمه ورځ د ریختر په اندازه اوه اعشاریه شپږ درجې زلزلې د کشمیر او د صوبه سرحد یوه برخه سخته ولړزوله.

په لس گونو زره خلک ژوندي تر خاورې لاندې شول، درې نیم ملیونه خلک هغه وخت بې کوره شول چې ددوی د خټو او تیږو کورونه او خراب جوړ شوي ښونځي ونړیدل او یا د ځمکې ښوئیدلو په سبب تر خټو لاندې شول.

ددغه نیټې نه دوه کاله وروسته د بشري مرستې کارونه بریالي وگڼل شول. اوس یواځې د اوه زرو نه لږ کسان په خیمو کې ژوند کوی.

جین ادریان چې د ملگرو ملتو د هابیتات د پروگرام سره کار کوي او خلکو ته د بیا جوړونې په برخه کې روزنه ورکوي، وايي چې د حکومت دا پالیسي چې نیغ په نیغه د خلکو سره مرسته وکړي، کار ورکړی دی.

ادریان وایي:کله چې دغه پالیسي عملي شوه نو د بیا جوړونې سرعت زیات شو، د کار کیفیت ښه شو، د اداري فساد اندازه په دې سبب لږه وه چې د ټیکه دارانو لاس په کې نه ؤ.

خلک د خپل کار د نتایجو نه خوشاله دي او هغه کورونه چې دوی جوړ کړي دي ددوی اړتیاوو ته ځواب وايي.

بین المللي مرسته ورکونکو په ملیاردو ډالرو د مرستې وعده وکړه او په دې کې نیم ملیارډ یواځې د امریکا لخوا د مرستې وعده وشوه. په دې پیسو سره کورونه، ښونځي او روغتونونه جوړ شول تر څو اغیزمن شوي کورنۍ هلته و اوسیږي.

د پاکستان صدراعظم شوکت عزیز یو بین المللي کانفرانس ته وویل چې دی د خپل ملک په بشري کارونو په تعجب کې شو.

عزیز وویل: د زلزلې د پیښیدلو سره سم ملت تجهیز شو او حکومت تجهیز شو. په لراو بر پاکستان کې ټول پاکستانیان سره یو موټۍ شول او د یو ملت په بڼه واوښتل. دا یو بیل ملت دی. ما داسې یوه جذبه ولیدله چې په پاکستان کې مخکې ما نه وه لیدلې. حکومت دا ادعا ردوي چې گواکې د بیارغونې لمړنۍ مرحله ډیره ورو او په فساد ککړه وه.

ادریان وايي چې د هابیتات موسسې د مفسدو مامورینود لانجې سره مخامخه نشوله. خو اوس هم په زرگونو ښونځي او روغتونونه بیا جوړونې ته اړتیا لري او د ادریان په شان ډیر شمیر بشري کارکونکي په دې هیله دي چې کاشکې دوی کولای شوای نوره تخنیکي مرسته هم کړې وای تر څو ښه اوخوندي کورونه جوړ شوي وای.

همدارنگه د دوشنبې په ورځ ، هغه هلیکوپټر چې د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف یې د زلزلې د یادونې ځای پورې بدرگه کا ؤ په زلزله وهلي ځای افت ځای کې ولوید او څلور امنیتي کار کونکي یې ووژل.

مامورینو تخنیکي ستونزه د هیلیکوپټر د غورځیدلو دلیل وباله.

پرویز مشرف په خپله په بل هیلیکوپټر کې سپور ؤ او په سلامتۍ سره هغه ځای ته ورسید چې هلته ددې زلزلې کالیزه نمانځل کیدله.

XS
SM
MD
LG