د لاس رسي وړ اتصالات

'ښاغلي کرزي د جناېتکارانو داعدام حکم کړى و'


د ولسمشر حامد کرزي ویاند همایون حمید زاده نن په کابل کې په یوې خبري ناستې کې وویل چې د افغانستان ولسمشر هغه مهال د پنځلسو مجرمینو د اعدام حکم ورکړ، کله چې ددغو مجرمینو په اړه محکمې خپلې وروستۍ پریکړې صادرې کړې.

ښاغلي حمید زاده زیاته کړه چې دمجرمینو دا اعدامونه د کابل په څرخي زندان کې دعدلي او قضايي قوانینو په رڼا کې ترسره شول.

د ولسمشر ویاند دا ډول دیوه خبرېال ددې پوښتنى په ځواب کې چې د ايټالوۍ یرغملې کلمنټینا کانټوني دتښتونکي تیمور شاه د اعدام په اړه ولې څه ندي شوی، وویل چې نوموړې پدې لست کې نه وو او هغه په زندان کې هم نشته، حمید زاده پدې اړه دپلټنو خبردارې ورکړ.

د ولسمشر کرزی ویاند دا هم وویل چې له دې پنځلسو مجرمینو سره له اعدام وړاندې کوم زور زیاتی ندی شوی.

XS
SM
MD
LG