د لاس رسي وړ اتصالات

زلمئ خلیلزاد سره مرکه


زلمئ خلیل زاد وایی د ملاعمر اوحکمتیار سره د سولی امکان نشته دوی دواړه د ترورستانو په لست کی شامل دی. افغان ولس دوی نه ښی خاط‏ری نه لری. دوی نه علاوه د طالبانو اودحزب اسلامی د کسانو سره خبری کیدای شی. د افغانستان په حکومت کی داخلی مشکلات. د اولس د مسلو نه حل کیدل او د حکومت او ایتلافی قواو ترمنځ د تفاهم نیشتوالئ هم د بی امنیتئ د زیاتیدو باعث کیږی.

په ملگرو ملتو کی د امریکا سفیر ښاغلی ډاکټر زلمی خلیل زاد د خبری د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خپرونی همکاری زیبا خادم سره یوه مرکه کی کړیدی. چی تفصیل یی هم لوستئ او هم .

زبیا خادم: محترم سفېر صاحب د افغانستان امنیتی شرایطو چی گورئ. خلک داسی توقع لری او درلودله یی چی ورځ په ورځ به شرایط بهتره شی. خو په دی اخرو وختو کی په ځینو ځایونو کی امنیتی وضعه خرابیږی. اصلی علت او وجه یی ستاسو په نظر څه ده؟

خلیل زاد : اول خو غواړم تاسو نه تشکر وکړم . دویم دا چی زه هم د افغانستان وضع ته اندیښمن یم. د افغانستان امنیتی وضع داسی بریښی چی د کابل په شمول د افغانستان په ځینو برخو کی امنیتی مشکلات زیات شویدی ، زما په فکر د بد امنئ یو دلیل خو دا دی چی د افغانستان د دښمانانو فعالیتونه زیات شویدی. او حتمًا چی کومکونه ورسره زیات شویدی دویم علت یی دا دی چی د حکومت او نړیوالو قواو ترمنځ هم ځینی مشکلات شته دی. چی په امنیتی وضع یی منفی اغیزی کړیدی نو د دی خبری ضرورت دی چی حکومت او خارجی قواوی چی د حکومت په مرسته راغلی دی. باید دواړه د سیاسی اقتصادی او امنیتی مسلو د حل دپاره داسی یوه کړنلاره غوره کړی چی په اوضاع مثبت تاثیر وکړی. د خلکو اعتماد ځانته را جلب کړی او د هغو قوتونو په مقابل کی چی د افغانستان ودانیدل نه غواړی شریک گامونه واخلی.

زیبا خادم: سفیر صاحب ځینی خلک داسی فکر کوی چی د امنیت د خرابیدیوه وجه د گاونډیانو مداخله ده. چی په دی کی د پاکستان نوم ډیر یادیږی. مثلا سید اسحاق گیلانی وایی چی د ډیورنډ مسله یی اصلی علت دی. او قاضی حسین احمد هم ویلی چی تر څو د ډیورنډ مسله حل نه شی، تر هغی به دا حملی او جنگونه ادامه ولری. تاسو ځینی عوامل بیان کړل. ایا دا هم یو مهم عامل او فکتور گڼئ.

خلیل زاد : په دی کی شک نشته چی افراطیان او ترورستان د پاکستان او افغانستان په دواړو طرفونو کی فعال دی او یو بل سره همکاری کوی. او دا دواړو طرفونو دپاره یوه حیاتی مسله ده چی پاکستان د افغانستان سوکالی او موفقیت خپله گټه وگڼی. خو تر اوسه پوری د افغانستان او پاکستان ترمنځ د افراطیت او تروریزم سره د مقابلی په لړ همکارئ په جریان کی مشکلات لیدل کیږی او زه امید لرم چی پاکستان کی روان او راتلونکی بدلونونه به دی کی مرسته وکړی چی د افراطیانواو د هشتگرو سره کومکونه کم شی. او د دهشت گرئ او بنسټ پالئ د مخنیوی په لړ کی د کابل او اسلام اباد همکاری نوره هم زیاته شی.

زیبا خادم : امریکایی مقاماتو ویلی دی چی د ایران نه طالبانو ته وسلی او مهمات رسیږی او په عراق کی امریکایی عسکر په هغو وسلو مری چی ایرانی ساخت وسلی دی. نو امریکا غواړی چی په ایران کی دقیق عملیات وکړی. نو ایا دا به د مسلی د حل لاره وی؟

خلیل زاد : زه په دی عقیده یم چی ایران د طالبانو افراطيانو او ترورستانو سره مرسته کوی. او هدف یی دا دی چی امریکا او نوری خارجی قواوی چی په افغانستان کی پرتی دی. فشار پری زیات شی او امریکا مجبوره شی چی ایران سره یو تفاهم وکړی او زما په نظر دا کار ایران تیر کال نه پیل کړید ی او اوس زیات شویدی. چی دا هم د افغانستان د مشکلاتو یو سبب دی. خوبل خوا دا هم لیدل کیږی چی د افغانستان د مشکلاتو یو سبب که د بهرنه راتلونکی دښمانان دی. نور ورسره دا‏خلی عوامل هم لری. چی باید توجو ورته وشی. یو دا چی د حکومت او اولس ترمنځ اعتماد کم لیدل کیږی. بل د حکومت له خوا د عامه خدمتونو کمئ هم دی. لکه د رشوت په کنټرولو لوکی مشکل لیدل کیږی. دی ټولو مسلو د حل دپاره ضرور ده چی د افغانستان حکومت او سیاسی قوتونه او اداری یو بل سره همکاری او تفاهم ولری.

زیبا خادم : د دی ترڅنگ چی تاسو د داخلی مشکلاتو خبره وکړه بله خبره چی دی وختو کی کیږی هغه دا ده چی جمهورریس کرزی دی دپاره چی دا حملی بندی شی، بی گناه خلک ونه وژل شی. طالبانو ته یی وویل چی راځئ خبرو ته سره کیښنو. مستقیم یی ورباندی غږ وکړو چی ادرس مو راکړئ زه به راشم درسره به وغږیم. خو طالبانو وویل چی مونږ نه چوکئ غواړو نه مقام. مونږ غواړو چی اول خارجی قواوی د افغانستان نه ووځی. بیا به د روغی جوړی خبری کیږی. خارجی فوځونه څنگه کیدای شی .چی په دی وخت کی د افغانستان نه ووځی؟ نو که نه شی کیدای نه ستاسو په نظر د حل هغه اسانه لار به څه وی. ځکه چی تاسو د افغانستان د مشکلاتو د حل دپاره ډیری هلی ځلی کړیدی.

خلیل زاد: ډیر تشکر زما هم دا نظر دی چی هر جنگ باید اخر خاتمه ولری. او په اخر کی هغه لوری چی په جنگ کی وو باید سوله وکړی او آشتی شی. ډیر زیات افغانان وژل شویدی . باید هغه خلک چی ځانته طالبان وایی د افغانستان نوی اساسی قانون ومنی. او د افغانستان د ابادئ دپاره د حکومت او اولس سره گډ کار وکړی خو بدبختانه افغانستان په خپلو اوسنیو شرایطو کی د خپل امنیت د ساتلو توان نه لری او خارجی کومک ته ضرورت لری. او هغه قوتونه چی غواړی خارجی قوتونه د افغانستان نه ووځی. هغه د افغانستان دښمانان دی. نو زما په نظر که اوس ه دا کار وشی نو دی سره به بد امنی نوره هم زیاته شی. او افراطی قوتونه به د خلکو په ضد خپل فعالیتونه زیات کړی . او دا د دوی یو چل او تاکتیک دی چی په دی لاری غواړی وضعه باندی ځان حاکم کړی.

افغانان او دنیا هم پوهیږی چی په افغانستان به ددوی حاکمیت څه اغیزی ولری. خو زما په نظر د سولی د خبرو د پاره باید دروازی پرانستی وساتل شی. هغه خلک چی غواړی چی د قانون او دیموکراسئ په اساس افغانستان کی ژوند وکړی او ترورستان نه وی. دوی ته باید ښه راغلاست وویل شی. او په عین وخت کی حکومت باید خپله اداره قوی کړی. حکومت او خارجیان د یو بل سره باید خپله همکاری لا قوی او بهتره کړی. او پاکستان او نورو گاونډیو ملکونو سره د مناسباتو د بهترئ دپاره هر فرصت چی لاس ته راځی . د هغی نه گټه پورته کړی.

زیبا خادم: د دوه جنگی ډلو چی یو طالبان دی چی ملا محمد عمر یی مشر د ی او بل حزب اسلامی دی چی مشریی انجنیر حکمتیار دی. د دغو دوه اشخاصو نومونو د ملگرو ملتو په لست کی چی د ترورستانو لست دی شامل دی. نو تاسو څه فکر کویی چی د دوی ډلی به د جنگ نه لاس واخلی او که نه؟

خلیل زاد: ملا عمر او گلبدین د ترورستانو په لست کی شامل د ی . او د افغانستان خلک د دوی نه ښی خاطری نه لری. او فکر نه کوم چی د دوی دواړو سره د سولی امکان وی. خو هغه خلک چی د طالبانو په غورځنگ کی دی او د حزب اسلامی په ډله کی دی او غواړی چی د افغانستان د حکومت او اولس سره د سولی په فضا کی ژوند وکړی. او د قانون په چوکاټ کی عمل ورسره وشی. نو دوی ته چانس میسر دی او زما په نظر جمهور ریس کرزئ دی ته حاضر دی چی دوی سره د سولی خبری وکړی او د افغانستان نه د جنگ د ختمولو په هدف دوی سره دسولی یو منطقی او عادلانه تړون وکړی.

زیبا خادم: ډیره مننه تاسونه سفیر خلیل زاد صاحب . موفق اوسئ . تاسو نه تشکر

اړوند

XS
SM
MD
LG