د عراق حکومت د بلک واټر له کمپنى نه ١٣٦ ملېونه ډالره غواړى چې هغوکورنېو ته ېې د خونبها په ډول ورکړى چې په دې نېژدى ورځو کې د بلک واټر دامنېتى کمپنى په ډزو کې وژل شوى ول.
دعراق د حکومت دا غوښتنه په هغه رپوټ کې شامله ده چې د سپېتمبر د ١٦ نېټى د ډزو په باب ېې لېکلى دى. دا ډزې د بغداد په لوېدېزه برخه کې شوې وې.
د حکومت رپوټ وايي هغوى په لوى لاس ١٧ کسان په دغو ډزوکې ووژل.
داسوشېتېد پرېس خبرى اژانس وايي په رپوټ کې دامطالبه هم شوېده چې د امرېکا حکومت دې په شپږ و مېاشتو کې له بلک واټر کمپنى سره خپلى اړېکى وشلوى.