د لاس رسي وړ اتصالات

چېن په برما باندى د بندېزونو له لگولوسره مخالفت کړېدى


په داسې حال کې چې په برما کې د دموکراسۍ د پلویانو ځپل دوام لري، او د امنیت شورا د یوه عکس العمل لپاره ځان تیاروی. چین د برما په مقابل کې د هر ډول بندیزونو د لگولو سره مخالفت کړی دی.

د چین بهرنیو چارو د وزارت ویاند نن سه شنبې ویلي دي چې هر هغه تصمیم چې د امنیت د شورا لخوا نیول کیږي باید زغرده او گټه ور وي خو بندیزونه په کې نه شامل نه وى.

د امنیت شورا غواړي داسې بیانیه خپره کړي چې په هغې کې په برما کې د اعتراض کونکو وروستنۍ ځپل وغندل شي.

چین د برما یو ملگری او په سوداگری کې شریک هېواد دی او د امنیت د شورا د یوه دایمي غړي په حیث د ویتو حق لري او کولی شي ددغه شورا هر یو تصمیم ویتو کړي.

چېن په تیرو وختو کې هم د برما په مقابل کې دملگرو ملتونو د امنېت د شورى فېصلى وېتو کړى دى.

په یوه بله پرمختیا کې، د نوبل د جایزې د وړونکې او ددموکراسۍ غوښتونکې مشرې ان سان سوچي گوند حکومت په دې وستایه چې د مذاکراتو لپاره یې غږ کړی دی او د خبرو لپاره یې خپل حمایت څرگند کړی دی.

XS
SM
MD
LG