د لاس رسي وړ اتصالات

په میشیگن ایالت کی د عربانو د ژوند سره تړلی شیان او اسناد میوزیم


په امریکا کی په زرها و میوزيمونه دی چی هدف یی د تاریخ او د ژوند د نورو اړخونو په باب خلکو ته معلومات رسول او پوه زیاتول دی.

خو دا دوه کاله کیږی چی په میشیگن ایالت کی یو داسی میوزیم هم جوړ شویدی چی یوازی په امریکا کی د میشتو عربانو د ژوند سره تړلی شیان او اسناد پکی ایښودل شویدی.

د دغه میوزیم مسول مشر انان امیری وایی چی د دی میوزیم اساسی هدف دا ښودل چی عربان هم د امریکا د ټولنی یوه مهمه برخه تشکیلوی.

هغه وایی: کله چی دلته کوم هسپانوئ امریکایی یا اتالوئ امریکایی راشی او د میوزیم مختلفی برخوکتو نه پس وایی چی دا خو بلکل داسی عسکونه دی لکه زمونږ نیکونو چی وول. او په دقت سره چی وکتل شی نو قریب هر امریکایی په یو نه یو حواله د عربو سره رشته را وباسی او هر څوک چی امریکا ته راځی. نو که هغه عرب وی که عجم هغه د امریکا په ژوند کی خپل ځان او اولاد روښانه اینده لټوی.

د امریکایی عربانو په دی میوزیم کی په اول منزل کی داسی شیشی خانی دی چی پکی د طب، ساینس موسیقئ او ارټ په ډگرونو کی د عربانو او مسلمانانو د تاریخ حوالی ایښودل شویدی.

په بله برخه کی د عربی نړئ د مختلفو اړخونو په ارتباط مهم شیان ایښودل شویدی او بیا ورپسی امریکا ته د راغلو عربانو د تاریخ داستان د عکسونو او رسامیو په ژبه بیان شویدی.

د عرب امریکایانو د میوزیم د تعلیمی برخی مسوله سیلن تامنین وایی چی د میوزيم په دویم منزل کی دری تالارونه دی چی په هغی کی امریکا ته د عربو د راتگ په امریکا کی د عربانو ژوند او په امریکایی ټولنه د دوی د اغیزو په باب رسمایی او یاداشتونه ایښودل شویدی.

او مونږ د دی نندارو په وسیله راتلونکو شاگردانو ته دا ښایو چی د عربو کلتور څه ډول دی او عرب امريکاييان څه نقش لری.

هغه وایی چی د امریکا په سیاست کی پخوانئ سناتور جارج میچل او د انرژئ وزیر سپینسر ابراهم په ساینس کی د نوبل د جایز وړونکئ، احمد زویل، د لوبو په میدان کی د فټبال لوبغاړئ ډگ فلوټی او د هنر په ډگر کی کیتی نجمی او ټونی شالوب، دا ټول د عربی نړئ نه امریکا ته راغلی خلک دی چی امریکایی ټولنه کی نوم گټلی دی.

دی میوزيم ته راغلی د کیلفورنیا ایالت د پوهنتون استازه باربرا وایی چی ډیر امریکاييان د عربو د تاریخ او کلتور نه نااشنا دی.

خو اوس به دا میوزيم دوی ته اسانه کړی چی د عرب امریکایانو سره اشنا شی. دلته راغلی ځوان سیلانیان هم وایی چی دوی دلته د عرب امریکایانو په باب ډیر څه ذده کړل.

دوه کاله وړاندی چی کله دا میوزيم پرانستل شو د هغی نه پس ترننه پوری د اتیاو زرو نه زیات کتونکی دی میوزم ته ورغلی او د عربو او عرب امریکایانو په باب یی پکی ډیر څه لیدلی او ذده کړیدی.

XS
SM
MD
LG