د لاس رسي وړ اتصالات

اېران د پرمختللو سنټر فېوژونو د لاسته راوړلو پلان لري


د اېران دولتی مطبوعات واېې چه حکومت لگېادی د دوهمی ورځی لپاره هم د ملگرو ملتونو د اتومی انرژئ د ادارې د کارپوهانو سره خبری کوی تر څو ېې د اېران د اتومی پروگرام په باب اندېښنى لېرې کړی.

اېرانی مقامات واېې چه تازه خبری نن شروع شوی او د اېران د هغه پلان په اړه مذاکرات کېږی چه ېورانېمو د غنی کولو په غرض ېې د ېوه پرمختللی سنترفېوژ د جوړولو لپاره تېار کړی دی.

د اېران سره د اوسنۍ اتومی تکنالوژی په مقاېسه دا نوی سنترفېوژ ډېر پر مختللی دى ځکه چه ېورانېم په ښه شکل غنی کولی شی.

د اېران دولتی اژانس ارنا راپوټ ورکړ چه د اېران حکومت به په د اتومی انرژی د نړېوالې ادارې د کاپوهانو پوښتنو ته لېکلي ځوابونه ور کړی.

سږکال په اگست کې دواړو خواو موافقه وکړه چه اېرا ن به د خپل اتومی پروگرام په اړه ددغه ادارې پاتی پوښتنو ته د کال تر پای پوری ځواب ورکړی.

دا موافقه اېران ته اجازه ورکوی چه په خپلو اتومی بټېو کې د ېورانېمو د غنی کولو لپاره خپل کار ته دوام ورکړی.

امرېکا او ملگری ېې په اېران باندی دا تور لگوی چه غواړی په پټه توگه د اتومی انرژی د تولېدولو په بهانه اتومی بم تېار کړی مگر اېران دا تور نه منی.

XS
SM
MD
LG