د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف: بېنظېر بهټو دې پاکستان ته خپل راتگ وځنډوی


د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمي بنظیر بوتو گوند د جمهور رئیس پرویز مشرف هغه غوښتنه رد کړیده چی وایي دا دی پاکستان ته بیرته راتگ یو څه وځنډوی.

دهغې گوند په دې ټینگار کړی دی چی بینظیر بوتو به د پلان سره سم بله هفته پاکستان ته ولاړه شی.

ښاغلي مشرف پرون د میرمن بوتو نه وغوښتل چی تر هغو دي پاکستان ته بیرته نه راځي چی ستري محکمې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی دده د مطلقي کامیابۍ په باب فیصله نه وی کړې.

د میرمن بوتو یوه نطاق وویل چی دا به د مخکني پروگرام سره سم د اکتوبر په ١٨ مه پاکستان ته لاړه سی.

د څه وخت راپدې خوا د میرمن بینظیر بوتو او جمهور رئیس مشرف تر منځ د قدرت د شریکیدو په سر خبري رواني دي.

جنرال مشرف تیره هفته میرمن بوتو او نورو سیاستمدارانو ته عفوه اعلان کړه او دداسی موافقې د پاره یې لاره خلاصه کړه. ددې عفوي له مخي به میرمن بوتو وکړا شی پاکستان ته بیرته ستنه شی او د بندي کیدو ویره به نه لری .

XS
SM
MD
LG