د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبى سوډان په ملى حکومت کې گډون وځنډاوه


د جنوبى سوډان مهم گوند په ملى حکومت کې خپل کارونه ځنډولى دى او وايى چې حکومت د سولى د ٢٠٠٥ کال دتړون په باب په خپله وعده وفانده کړى.

حکومت وعده کړى وه چې په سوډان کې به د شمال او جنوب ملى جنگ پاېته رسوى.

د سوډان د خلکو د ازادۍ د جبهې وېاند نن ووېل چې ددوى وزېران به په مرکزى حکومت کې نن خپل کار ته ورنشى او داکار به ترهغه وخت دوام ولرى چې دامسله حل سوې نه وى.

د گوند چارواکى وايي دا جنجال د تېلو په هغه غنى سېمه باندى دى چې د مرکزى حکومت عسکر پکى پراته دى او په دې کې ناکام سو چې خپل عسکر د ابيي له سېمې نه وباسى.

له بل پلوه حکومت ددېموکراسى په لور هم پر مختگ ندى کړى. د شنبى په ورځ د امرېکا خاص استاځى ووېل چې واشنگټن د ٢٠٠٥ مېلادى کال د سولى د پراخه اوهراړخېزې معاهدې د عملى کېدو په باب ډېر سخت اندېښمن دى.

دهمدغه تړون پر بنا په سوډان کې ٢١ کلن کورنى جنگ پاېته رسېدلى و. رپوټ وايي په دغه جگړه کې دېو اټکل له مخې شل لکه خلک وژل شوى ول.

XS
SM
MD
LG