د لاس رسي وړ اتصالات

په درسته نړۍ کې مسلمانان کوچنې اختر لمانځی


په درسته نړۍ کې مسلمانانو تیاری نیولی دی چې دواړه اخترمهمه رختصی ولمانځی. په اندونیزیا کې چې دنړۍ ترټولو زیات مسلمانان پکې اوسیږی، مسلمانان کوښښ کوی چې اختر د خپلوکورینوسره په کورونو کې ولمانځی.

په زرگونو میلونو اندونیزیایان کوښښ کوی چې په بس سرویسونو، کشتیو، اورگاړو او الوتکوکې خپل ځانو نه خپلو کورونو ته ورسوی چې دواړه اختر رخصتی دخپلوخپلوانو سره په گډه ولمانځی.

په جاگارتاکې تجارت خانی او د کانونه ټول تړلی دی او لاری کوڅې دخلکونه خالی شویدی. د دغه ښار چې دولس میلونه نفوس لری نیمائې اوسیدونکی ئې خپلوپلارنیو ښارگوټو او کلیو ته تللی دی چې دواړه اختر رخصتی دخپلوخپلوانو سره تیره کړی.

دکرس په نامه یو بریتانوی مسلمان چې دیوې اندونیزیائې ښځی سره ئې واده کړیدی، دواړه اختر لمانځل دمسیحی اختر سره مقایسه کوی او وائې: دا د مسلمانو لپاره د مسیحی اختر یا دشکرانی دادا کولو دورځی په شان دی.

او په اندونیزیا کې کورته دورتگ رواج ډیرقوی دی ځکه نوپه میلونو کسان کورونو ته ځی او لدی کبله په سرکونو باندی ډیره کڼه گوڼه وی. زه او زما کورنې زما دښځی دخور کورته ځو چې دوی ټول هلته راټولیږی او دغه ورځ لمانځی. ماشومان نوی کالی اغوندی او موږاتش بازی کوو چې دا دکورنیو دساعت تیری لپاره ډیر ښه وخت دی.

د روژی په میاشت کې کلبونه، بارونه او اکثره دساعت تیری مرکزونه بندوی. مگر که ځینی دکانونه پرانستی وی نو په هغوی باندی پولیس چاپه اچوی یا افراطی اسلامی ډلې ورباندی حملی کوی. کوچنې اختر سبا د شنبی په ورځ په اندونیزیاکې لمانځل کیږی او دکال په اوږدوکې چې کومی گناه گانی شوی وی دهغې بخښنه غواړی.

دذکې په نوم مامور چې په جاگارتاکې کې کارکوی، داسی وائې: زه لومړی جومات ته ځم او له هغې نه وروسته دخپلی کورنې دغړو دمبارکې لپاره دهغوکورونو ته ورځم. موږ چې دیوبل نه دکال په اوږدو کې خفه شوی یو، دهغې نه پدی ورځ تیریږو او یو بل بخښو.

پدی ورځ خپل زړونه داسی پاکوو لکه دواړه اختر ورځ چې ده.

د اندونیزیا ځینې مسلمانان دنړۍ دځنیو هیوادونو په شان سبادشنبی په ورځ دواړه اخترورځ لمانځی خوځینواندونیزیایانو نن دجمعی په ورځ دواړه اختردورځی لمانځل پیل کړل .

XS
SM
MD
LG