د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دواړه اختر په ورځ لږترلږه څلورپولیسان وژل شویدی


د ناټو قواوی وائې، لږترلږه څلور پولیسان هغه وخت ووژل شول چې دافغانستان په جنوب کې دجومات مخی ته چې ډیره گڼه گوڼه پکې وه، دبم چاودنه وشوه.

نن په ټول افغانستان کې دواړه اختر ورځ لمانځل کیږی. نن د جمعی په ورځ د هلمند د ناارامه ولایت دگرشک په سیمه کې دغه چاودنه وشوه.

محلی ماموران وائې، د ملکیانو په شمول شپږتنه هغه وخت زخمیان شول چې دپولیسو موټرته نژدی دسرک دغاړی بم وچاودید.

په یوه بله پیښه کې دکنړ په ولایت کې په یو کورکې دهاوانو گولې لگیدلی دی چې یوه جنې او دوه نورماشومان ئې زخمیان کړیدی. پولیسان ددغې حملی ملامتی په طالبانو باندی اچوی.

یاغی طالبان دافغانستان په جنوب او ختیځ کې دحکومتی او خارجی عسکرو په خلاف دخپلی مبارزی دیوې برخې په حیث ډیری حملی کوی .

XS
SM
MD
LG