د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له بهتونه غوښتی دی چې وطن ته بیرته راستنیدل وځنډوی


پاکستان له پخوانې صدراعظمې بینظیر بهتونه غوښتی دی چې ترهغې پوری وطن ته راستنیدل وځنډوی ترڅوچې ستره محکمه دهغې په خلا ف د ادارې فساد د تورونو په باره کې د حکومت دعفوی په باب پریکړه کوی.

د مطبوعاتو او کولتور د وزارت مرستیال طارق ‏عظیم نن د شنبی په ورځ خبریالانو ته وویل، دا دبهتو په سیاسې گټه دې چې د محکمې دپریکړی پوری انتظار اوباسی چې دحکومت دعفوی موضوع تائید کړی.

جمهور رئیس پرویزمشرف تیره هفته دعفوی په باره کې فرمان لاس لیک کړی وچې د بهتو او د نورو سیاستمدارانو په خلاف لگیدلی د ادارې فساد تورونه پای ته رسوی. دا د ١٩٨٥ م کال نه تر ١٩٩٩ م کاله پوری موده دربرنیسی.

دغه فرمان د میرمن بهتو یود شرائطونه دی چې د جمهور رئیس سره د احتمالی قدرت شریکول دی او هغې ته اجازه ورکړی چې وطن ته بله هفته بی لدی چې دبند د گواښ سره مخامخ شی، راستنه شی.

XS
SM
MD
LG