د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر: امریکا چمتوده چې امنیت ته د مخامخ شویو گواښونو په باره کې دروسېې سره کار وکړی


د امریکا د دفاع وزیر نن دشنبی په ورځ د روسېې دحربی پوهنتو ن محصلینوته وویل، امریکا چمتوده چې امنیت ته دمخامخ شویو گواښونو په باره کې دروسېې سره کار وکړی.

د دفاع وزیر رابرټ گیټزپه مسکوکې په نظامی اکاډمی کې د دواړو هیوادونو د تاریخ په باره کې خبری وکړی او وویل، په تیره پیړۍ کې دبل هر هیواد نه زیات روسېې دجنگونونه ډیر تاوان لیدلی دی.

ښاغلې گټیز مسکوته دنپل دوه ورځنی سفر په وخت کې دحربی پوهنتون محصلینو ته وویل، د١٩٩١ م کال د خلېج په جنگ کې دامریکا کامیابی له هغو عصری مفکورونه لاس ته راغله چې د نولسوه اتیا په لسیزه کې د شوروی پوځ ورنه کار اخیستی و.

ښاغلې گیټز او د امریکا دبهرنیو چارو وزیری کانډو لیزا رائس د جمعی په ورځ او نن د روسېې دلوړ رتبه مامورانو سره ملاقات وکړ مگر هغه اختلافات ئې لیری نکړل چې په اروپا کې د امریکا د دفاعی توغندیو دځای په ځای کولو په سرپیداشویدی.

امریکائې مامورانو هغه پیشنهادونه وړاندی کړل چې هدف ورنه د روسېې د اندیښنی لیری کول وچې وائې، د توغندیو دفاعی سستم د دوی امنیت ته گواښ مخامخ کوی.

XS
SM
MD
LG