د لاس رسي وړ اتصالات

د برما مقاماتو د ډیموکراسۍ څلور طرفداران ونیول


د جنوبی شرقی آسیانه رسیدلی رپوټونه وائې، په برما کې دډیموکراسۍ لږترلږه څلورفعالین نیول شویدی، په داسې حال کې چې د هیواد نظامی حکومت د ډیموکراسۍ طرفدارو مظاهره چیانو ځپلو ته دوام ورکوی.

د بشری حقوقو منابع وائې، یومبارز نن دشنبی په ورځ تاکیوی کې ونیول شو. په عینی وخت کې د نظامی حکومت په طرفداری په رنگون کې نن دشنبی په ورځ مظاهره شوی وه.

د برماحکومت تیره میاشت په ډیر شدت سره د تیری میاشتی احتجاجی مظاهری وځپلی چې ملگرو ملتونو دحکومت دغه اقدام سخت وغنده.

د ملگروملتونو د امنتی شورا د پنجشنبی په ورځ یوه بیانیه خپره کړه چې د احتجاجی مظاهرو په ځپلوباندی ئې افسوس څرگند کړیدی او د ډیموکراسۍ د طرفدارې مشرې انگ سانسوچې سره ئې د واقعې خبرو لپاره غوښتنه کړیده.

د برما نظامې حکومت د امنیت شورا دغه غوښتنه ردکړه اووائې، د برما حالت دسیمی سولې او امنیت ته تاوان نه رسوی.

XS
SM
MD
LG