د لاس رسي وړ اتصالات

د پخوانی شوروی جمهوریت په پائتخت منسک کې د حکومت مخالفانو مظاهره کړیده


د حکومت مخالفانو دپخوانی شوروی جمهوریت په پائتخت منسک کې د جمهور رئیس الکساندر لوکاشنکو داستبدادی حکومت په خلاف مظاهره کړیده.

د مخالفانو د٩٧ م منشور په نامه ویب سائټ وائې، داواو لسو زرو ترمنځ مظاهره چیانو نن دیکشنبی په ورځ دمنسک په مرکزکې په اصطلاح دارو پا مارش وکړ.

د روسېې اینټرفیکس خبری اژانس وائې، د جمهوری ریاست د مقام لپاره پخوانی مخالف کاندید الکساندرمیلن کیویچ هم په دغه احتجاجی مظاهره کې برخه اخیستی وه.

د حکومت مخالفانو درویټر خبری آژانس ته وویل، پولیسانو دډیموکراسۍ یو شمیر طرفدار فعالین نیولی دی.

دوه تنه ئې پدی تور چې په عام محضر کې ئې نامطلوبه خبری کړیدی، دپنځونه تراوورځوپوری بندیان کړل.

مخالفومشرانو او لویدیځوحکومتونو دلوکاشنکو په حکومت باندی دا تورلگوی چې مخالفان ځوروی او مطبوعات ځپی. جمهور رئیس بوش ښاغلې لوکاشنکو داروپا وروستی ډیکټاټورگڼی.

XS
SM
MD
LG