د لاس رسي وړ اتصالات

د اکټوبر پر پنځه لسمه د نازیانو له خوا د فرانسې د اشغال سوي سیمی ټاکل سوی مشر د خیانت کولو په گناه اعدام سو


د کال ١٩۴٥ د اکټوبر پر پنځه لسمه د نازیانو له خواد فرانسې د اشغال سوي سیمی ټاکل سوی مشر پیغ لاوال فرانسې ته دخیانت کولو په گناه اعدام سو.

لاوال د ١٩٣٠ په لسیزه کی یو ځل د فرانسې خارجه وزیر او دوه ځله صدراعظم سوی وو.

هغه په کال ١٩٣٥ کی د فرانسې او شوری اتحاد ترمنځ تړون وځنډاوه او کوښښ یې وکړ چی فرانسه د فاشیټی ایټالیې سره اتحاد وکړی.

لاوال په کال ١٩٣٩ کی د جرمني پر ضد د جنگ له اعلان سره مخالف وو او د جرمني سره یې د متارکې غوښتنه وکړه.

کله چی جرمني په کال ١٩۴٠ فرانسه اشغال کړه نو لاوال د اډولف هیټلر دونه اعتماد ترلاسه کړی وو چی هغه د صدراعظم په حيث مقرر کړ.

لاوال د هیټلر د استبداد او عامو قتلونو سره همکاري وکړه او کله چی متحدینو فرانسه ازاده کړه نو دی مجبور سو چی جرمنیانو ته پناه یوسی او د ختیځ لورته وتښتی.

د مې په میاتش کی جرمني ماته وخوړه او لاوال هسپانیې ته وتښتېدی، مگر هسپانیې له خپلی خاوری څخه اخراج او دی په اطریش کی پټ سو او دجولای د میاشتی په پای کی د امریکا قواو ته تسلیم سو.

امریکایانو هغه فرانسې ته وسپاری او د هغه هیواد عالی محکمې هیواد ته د خیانت کولو تور ورباندی ولگاوه او په اعدام یې محکوم کړ.

ده د اعدام څخه مخکی زهر وخوړل، مگر مقاماتو تداوی کړی او داکټوبر پرپنځه لسمه یې اعدام کړ.

XS
SM
MD
LG