د لاس رسي وړ اتصالات

پوټېن وايي دى به ېقېنا د اېران سفر وکړى، که څه هم د هغه د سفر په دوران کې دهغه د وژلو لپاره د احتمالى دسېسى امکان موجود دى


د روسېې جمهور رئېس وېلادېمېر پوټېن وايي دى به ېقېنا داېران سفر وکړى. که څه هم د روسېې خبرى اژانسونه رپوټ ورکوي چې د هغه د سفر په دوران کې دهغه د وژلو لپاره د احتمالى دسېسى امکان موجود دى.

ښاغلي پوټېن نن په المان کې د ېوه خبرى کنفرانس په ترڅ کې د ېوې پوښتنى په ځواب کې چې اېا دى به دا سفر وکړى؛ ووېل چې ېقېنا به زه اېران ته سفر وکړم.

هغه ووېل چې که هغه هرډو گواښ ته پاملرنه کولى نو هېڅکله به هم له کورنه نه وتلى.

اېران ته د ښاغًلى پوټېن د سفر په باب د ېکشنبى په ورځ هغه وخت پوښتنى منځته راغلى چې د روسېې خبرى اژانسونو په رپوټ ورکړ چې ددې احتمال شته دى چې د ښاغلى پوټېن د وژلو لپاره کومه دسېسه موجوده وي.

داېران خارجه وزېر دغه ادعا گانى بې اساسه وبللى چې د روسېې د مشر خلاف به د هغه دوژلو لپاره کومه دسېسه طرحه شوې وي.

د اېران د باندنېو چارو وزېر و وېل ددغوادعاگانو مقصد دادى چې د روسېې او اېران ترمنځ ښو اړېکو ته تاوان ورسوى.

ټاکل شوېده چې ښاغلى پوټېن ددوشنبى په ورځ ناوخته تهران ته ورسېږى او د سه شنبى په ورځ داېران له جمهور رئېس محمود آحمدى نژاد په هغه غونډه کې برخه واخلى چې د د کسپېن د سمندرگى شاوخواته پرتونو هېوادونو مشران پکى گډون کوى.

XS
SM
MD
LG